Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست وايي چې په دوو جلا عملیاتو کې یې د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د سحر او جادو په تور یو کس نیولی او د دره صوف پايين ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ژغورلې ده.
د غزني د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست مسوولین وايي چې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې یې په دغه ولایت کې ۱۵ کوډګر او سحرګر نیولي دي.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې کابل ښار کې یې یو «حرفهیي» کوډګر نیولی دی.
د غزني د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رياست وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶ کوډګر نیول شوي دي.
د خوست امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې ۱۴ کوډګر نيولي دي.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند وايي، په ټول هېواد کې د کوډګرو مخه نيسي، هغوی نیول کېږي او محکمې ته يې معرفي کوي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د «کوډګرو» له فعالیته شکایت کوي او وايي، دغه کسان نه یوازې په یوه او بله پلمه له خلکو پيسې اخلي، بلکې د کورنیو ترمنځ یې ستونزې او جنجالونه زېږولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP