غزنيښار (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د غزني د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست مسوولین وايي چې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې یې په دغه ولایت کې ۱۵ کوډګر او سحرګر نیولي دي.
د غزني د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو رییس مولوي محمدعالم ناصح پژواک خبري اژانس ته وویل چې په غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې ۱۵ کوډګر او سحرګر نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، ياد کسان د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رياست او امنيتي ځواکونو د ګډې همکارۍ په ترڅ کې نيول شوي چې ټول یې عدلي او قضایي اورګانونو ته ورپېژندلي او د خپلو کړنو له مخې په سزا رسېدلي دي.
مولوي ناصح زیاتوي چې په دې موده کې ځیني داسې کسان هم نیول شوي چې پرې قوي شواهد نه وو، نو د ژمنې له اخیستو وروسته بېرته خوشي شوي دي.
دی وايي، دغه ریاست ژمن دی څو د فساد، جعل، فریب او هغو کړنو مخه ونیسي چې ټولنې ته زیان رسوي او د خلکو ترمنځ د ستونزو جوړېدو لامل ګرځي او دغه راز هڅه کېږي ټول هغه کسان ونیسي چې خلک د کوډګرو، سحرګرو او جادوګرو په نوم ورځي او تعویذونه ورباندې لیکي.
دی له خلکو غوښتنه کوي چې دغسې کسانو ته دې نه ورځي او د اسلام د دین خلاف له کړنو دې ځانونه وساتي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي د امر بالمعروف ریاست له دغه اقدامه هرکلی کوي او وايي چې دغو کسانو نه یوازې له خلکو په دوکه پيسې اخيستې، بلکې د کورنیو ترمنځ یې ستونزې هم جوړولې.
د غزني ښار یوه مشر عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني د ډېرو سیمو خلک نالوستي دي، له همدې امله پر ناسمو باورونو او خرافاتو باور کوي او د خپلو ستونزو د حل په موخه کوډګرو او تعویذګرو ته ورځي.
ورته مهال، دیني عالمان هم کوډې، سحر او جادو د اسلام دین د احکامو له مخې لویه ګناه بولي او خلک له دغو کړنو ځان ساتلو ته رابولي.
یوه دیني عالم مولوي وصیفاحمد پژواک ته وویل، دغسې کسان نه یوازې د اسلامي شریعت ضد اعمال ترسره کوي، بلکې د کورنیو ترمنځ ستونزې راولاړوي چې د خلکو د بېلارۍ سبب کېږي.
دی وايي، د امر بالمعروف او حج او اوقاف ادارې مسوولیت لري څو په ټولنه کې د کوډګرو او سحرګرو مخنیوی وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP