Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې په ټول هېواد کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو حقوقو ورکولو لړۍ پيل کړه.
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قطر هېواد شاهي کورنۍ د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۵۰۰ یتمانو لپاره د یوه عصري او معیاري ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ولایت کې له ۲۱۰۰ یتیمو ماشومانو سره د ژمنیو توکو او پنجشېر کې له ۲۱۱۵ کورنیو سره د نقدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د غزني په ناوې ولسوالۍ د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز او د یتیمانو لپاره ۲۳ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۶۳۹ زره معلولین، کونډې او یتیمان ثبت کړي او تېر لمریز کال یې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړۍ او دویمې ربعې د حقوقو د ورکړې لړۍ پيل کړې ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي، له څلور مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا په ټول هېواد کې د یتیمانو، معلولینو او کونډو د ثبت لړۍ پیل شوه.
په کابل کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د یتیمانو لپاره د شاوخوا دوه ميليون ډالرو په لګښت يو ښوونیز او روزنیز کمپلیکس جوريږي.
د میدان وردګو د شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، په دغه ولایت کې يې په تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو د یتیمانو د نومليکنې لړۍ پيل کړې او له اتلس کاله کمعمره هر یتیم ته به د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي.
د ترکيې د بشردوستانه مرستو بنسټ (IHH) په کندهار کې له ۱۰۰۰ یتیمانو سره د اختر د جامو، څپلیو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP