کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي، له څلور مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا په ټول هېواد کې د یتیمانو، معلولینو او کونډو د ثبت لړۍ پیل شوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په پلازمېنې کابل او ولایتونو کې د یتيمانو، معلولینو او کونډو د ثبت لړۍ بېرته پیل شوه.

هغه وویل: «د ښه شفافیت په خاطر څلور میاشتې مخکې د وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د یتیمانو، معلولینونو او کونډو ثبت باید تر تصفيې پورې ودرول شي، ترڅو شفافيت رامنځته شي.»

هغه وایي، په نوې پروسه کې به معلول، یتیم او کونډه په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو ته عریضه کوي او د ځان اړوند ټول معلومات به وړاندې کوي.

نوموړي وویل: «دغه عریضه به بیا د بررسۍ ټیم ته ورکول کېږي او دغه ټیم به بیا د یتیم، معلول او کونډې کور ته ورځي او ګوري به یې، که مستحق وي هملته ورته فورمه جوړېږي او که مستحق نه وي ردېږي به.»

د حقاني په خبره، د ثبت په دې نوې لړۍ کې کاغذي تذکره نه منل کېږي او باید عارض برېښنایي تذکره ولري او د مړي ورثه باید د هغه د وفات کارت هم ولري.

هغه زیاتوي، په ۱۵ ولایتونو کې د بایومټریک سیستم فعال شوی، په دغه سیسټم کې تر اوسه شاوخوا ۵۰ زره معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي او هڅې روانې دي چې په ټول هېواد کې دغه سیسټم فعال کړاى شي.

نوموړي وویل: «د ۱۵ ولایتونو معلومات مونږ سره شریک شوي دي چې په دې کې شاوخوا ۳۵۰۰ هغه کسان چې د وزارت طرحې ته برابر نه وو او ثبت شوي وو، هغوی له دې ثبت څخه بېرته ایستل شوي دي.»

د حقاني په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۹۰ زره معلولین، ۸۰ زره کونډې او ۳۵۰ زره یتیمان راجستر شوي دي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس مولوي کلیمالله افغان وویل، په روان ۱۴۰۲ کال کې دغه وزارت ته ۱۲ میلیارد افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، هڅې روانې دي چې له لوی اختر مخکې معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د حقوقو د ورکړې لړۍ هم پیل شي.