ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ژمي په را رسېدو افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

author avatar
18 Dec 2022 - 15:23
author avatar
18 Dec 2022 - 15:23

لیدلوري-په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له سخت او لوی بشري ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له سخت او لوی بشري ناورین سره مخ دی.د اوچا په راپور کې راغلي، نوي میلادي کال به ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېره یوازې ۱۸ میلیونه وه. په راپور کې اقتصادي ناورین، د بې‌روزګارۍ زیاتوالی او طبیعي پېښې په افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ لوی لاملونه یاد شوي. تازه اروپايي ټولنې هم د دې موضوع په اړه اندیښنه ښودلې اواعلامیه کې یې ویلي: په راروان ژمي کې د میلیونونو افغانانو ژوند په بشري مرستو پورې تړلی دی. د دغې ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو څانګې د ډسمبر۱۵ (لیندۍ ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د شپاړس میاشتو حاکمیت او له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا هېواد له سخت بشري بحران سره مخ دی او همدا اوس په راروان ژمي کې د ډیرو افغانانو ژوند د نړیوالې ټولنې په بشري مرستو پورې تړلی دی. د پژواک د لیدلوري په خپرونه کې مو په همدې موضوع بحث کړی او په خپرونه کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د مرکز او ولایتي څانګو د بیړنۍ ځواب وینې او چمتوالی پخوانی مسوول ډاکټر محمد نصیر ملکزی، د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله اغلې ګلالۍ نور ساپۍ، د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالینو د شبکې رییس خلیل رووفي او په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دفتر ویاند وحیدالله اماني برخه اخیستې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.