لیدلوري-د کاناډا، امریکا او برتانیې په مختلفو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونو کې د دوی پر زده کړو ، کار او فعالیتونو باندې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه. پژواک نن د لیدلوري بحث د کاناډا، امریکا او برتانیې په مختلفو ښارونو کې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ لاریونونه ته ځانګړی کړی دی. د یکشنبې په ورځ د کاناډا د ټورانټو، مونټریال، کلګري او ونکوور، د امریکا په واشنګټن ډي سي او برتانیې په لندن ښارونو کې هم مهاله د میشتو افغان ښځو او د ښځو او زده کړو د حقونو فعالانو د ښځو د عدالت غوښتنې غږ یا د تعلیم، کار او ازادي تر شعارونو لاندې لاریونونه وکړل. د نن ورځ بحث کې له مختلفو ځایونو د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله سیمین بارکزۍ، د کاناډا له ونکووره د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیره نسرین اوریاخیل، د کاناډا له کلګري د ښځو د حقونه فعاله روبینا همدرد او د امریکا له واشنګټین ډي سي د افغان ښځو شبکې پخوانۍ اجراییوي رییسه اغلې ماري اکرمي د دغو لاریونونو څو تنه ګډونوالو او فعالانو برخه اخیستې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP