Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ظاهرشاه د وخت د غنمو ګدام په هوټل بدل شوی

author avatar
24 Jul 2024 - 13:19
author avatar
24 Jul 2024 - 13:19

د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې په ۱۳۲۵ هـ ش کال د هغه وخت واکمن ظاهرشاه له لوري دغه ګدام په داسې حال کې جوړ شو چې د سیمو خلکو د غلو دانو د ذخیره کولو ځای نه درلود. د سیمې خلکو به په څارویو غنم، جوار، کنجد او وربشې دغې ځای ته راوړلې. په دې ځای کې به آن تر درېیو کالو پورې ساتل کېدلې او د اړتیا پرمهال به خلک غنمو پسې ورتلل. د شورویانو د یرغل پر وخت دغه ځای ته د جګړې ټپیان د تداوی لپاره ور وړل کېدل او همدلته به یې په پټه درملنه کوله. د ځایي خلکو د معلوماتو له مخې په تېرو شلو کالو کې بیا دا ګدام په نشه روږدو کسانو، کثافاتو او د غلو یو مرکز وګرځېد، خو د جوزجان یو اوسېدونکي د دغه تاریخي ارزښت ساتنې لپاره دغه ځای له حکومت څخه په قرارداد واخیست او هوټل یې پکې جوړ کړ. دا چې په دې اړه نور معلومات څه دي جاوید رازمند یادې ولسوالۍ ته تللی او خپرونه یې پرې جوړه کړې.

 

Views: 31

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.