ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيتي مسووليتونو دلېږد لومړى پړاو و ارزول شو

author avatar
29 Oct 2011 - 16:12
author avatar
29 Oct 2011 - 16:12

کابل(پژواک ٧ لړم  ٩٠): د(( لېږد د پروسې ګډ بورډ)) په ناسته کې د  امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو وارزول شو او د دويم پړاو په اړه به، ټاکلې غوښتنې ولسمشر ته وړاندې شي .

 دا غونډه نن (دلړم ٧مه) د لېږد دبهير دتنظيم دکمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ ، د افغان امنيتي ځواکونو  مسوولينو(د دفاع او کورنيوچارو وزيرانو) او ايساف په ګډون په کابل کې جوړه شوه.

 ډاکټر احمدزي وويل،چې په نننۍ ناسته کې به هغه ولايتونه تر بحث لاندې ونيول شي، چې د لېږد دويم پړاو په کې عملي کېږي.

 د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، تېره اونۍ دهغو ١٧ ولايتونو او سيمو نومونه اعلان کړل ،چې اټکل کېږي امنيتي مسووليت يې له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.

 دويم پړاو به د دايکنډي،نيمروز،پروان ،سمنګان،سرپل ،تخار او بلخ ولايتونو په بشپړو سيمو کې ترسره شي،خو دې پړاو کې به د بدخشان،بادغيس،غزني،هلمند،هرات،کابل،غور،لغمان،ميدان وردګو اوننګرهار ولايتونو ځينې مراکز او ولسوالۍ هم شاملې وي.

 داکټر اشرف غني احمدزي زياته کړه، چې په دويم پړاوکې په شاملو ولايتونو له خبرو اترو  وروسته ، سبا (د يکشنبې ورځ) به ولسمشرحامد کرزي ته  ځانګړې غوښتنې وړاندې شي.

 د لېږد دبهير دتنظيم د کمېسيون مشر وايي: (( د لېږد  دويم پړاو د ولسمشر  پرېکړې پورې اړه لري،چې په مناسب وخت کې به يې اعلان کړي.))

 د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېره اونۍ ويلي و، په هغو سيمو کې ،چې د امنيت لېږد پروسه  پلې کېږي، وروستى نوملړ به يې د روان کال د نومبر په دويمه د ترکيې د ستانبول په نړيوال کنفرانس کې په رسمي توګه  د ولسمشر حامد کرزي له لوري اعلان شي.

 ډاکټر احمدزى وايي،چې د انتقال بهير به د نړيوالې ټولنې د ګډو همکاريو سره ګام  په ګام پر مخ ځي، دا پروسه سرتاسري ده او له نړيوال ملاتړ څخه هم برخمنه ده.

 د لېزبون دپرېکړې پربنسټ، اټکل کېږي چې د امنيت دلېږد پروسه  د  ٢٠١٤ زېږديزکال تر پاى پورې بشپړه شي.

 د ايساف عمومي قوماندان جنرال الن د ( لېږد د پروسې ګډ بورډ) په ناسته کې د لېزبون له ناستې وروسته ،دا پروسه دافغانستان لپاره يو مهم او بريالى پړاو ګڼي او ويې ويل، چې دا بهير افغانستان د نورو هېوادونو په کتار کې راولي.

 هغه زياته کړه ، په هغو  سيمو کې چې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي ، امنيت ورځ تر بلې پکې مخ په ښه کېدو دى.

 د جنرال الن په وينا، په دې سيمو کې نه يواځې امنيت ښه شوى، بلکې د بيارغونې او پوهنې په برخو کې هم پرمختګونه شوي دي.

 د ايساف عمومي قوماندان وويل: (( نن لومړى پړاو تر نظر لاندې تېروو او دويم پړاو باندې به هم خبرې اترې وکړو.))

 په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سايمون ګس هم دا بهير کامياب وباله  او زياته يې کړه چې که   اوسني حالات له تېرو دوه کلونو سره پرتله شي، مثبت بدلونونه را منځ ته شوي دي.

 هغه زياته کړه،چې له تيرو دوو کلونو راهيسې اوضاع ښه شوې ده  او ډېره پاملرنه د افغان ځواکونو پوهنې، روزنې او تجهيز ته اوښتې ده ، په راتلونکې کې به هم په دې ټکو ډېر تمرکز وشي.

 تېره اونۍ د يادو ١٧ ولايتونو واليانو هم د امنيتي مسووليتونو پر غاړه اخيستلو ته چمتوالى ښودلى وو، خو غوښتنه يې کړې وه ، چې اړينه ده افغان ځواکونه د کيفيت او کميت له اړخه سمبال شي.

 د ناټو ملکي استازى وايي: (( د لېږد پروسه په دې مفهوم ده،چې افغانستان په راتلونکې کې په ځان بسيا شي.))

 ګس وويل،چې ٢٠١٤کال د همکارۍ دختمېدو په مانا نه دى، بلکې دنړيوالې ټولنې د همکاريو دنوي پړاو مفهوم لري.

 هغه يادونه وکړه: (( موږ له خپلو اوږدمهالو همکاريو سره غواړو ، څو د افغان ولس  ژوند وده وکړي.))

 د يادونې  ده،چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو دلېږد بهير د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه له باميانو ولايت څخه پيل او وروسته بيا په پنجشير او له سروبې ولسوالۍ پرته په کابل ولايتونو او هترلام،لښکرګاه،هرات او مزارشريف ښارونو کې ترسره شو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.