مهترلام (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د الیشنګ کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د برېښنا پروژې یوازې ۲۰ سلنه چارې له درېیو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي چې له امله یې شاوخوا درې زره کورنۍ برېښنا نه لري.

لغمان ولایت د سمیهییزو شوراګانو اتحادیې رییس او د الیشنګ کلي اوسېدونکي غلامرباني پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې د مخکني حکومت په چوکاټ کې د ولسي تړون پروګرام له لارې د خصوصي سکټور پر مټ د برېښنا پروژې ۸۰ سلنه چارې سر ته رسېدلې خو پاتې لا هم نه دي بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه، دوی هغه مهال له یوه خصوصي شرکت سره قراداد کړی و چې پیسې یې نړۍوال بانک ورکولې خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې چارې تر نن پورې په ټپه ولاړې دي.

د نوموړي په خبره، په دې سیمه کې شاوخوا درې زره کورنۍ ژوند کوي چې له برېښنا محرومې دي.

ورته مهال، د یاد کلي یو بل اوسېدونکی معلم عبدالحلیم وایي، په کلي کې یې د برېښنا پایې درول شوې وې، مزې یې غځول شوي وو او مېترونه او صندوقونه یې هم نصب شوي وو خو په تېرو درېیو کلونو کې تخریب شوي دي.

دوی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې دې پروژې پاتې چارې بشپړې کړي.

خو بل لور ته بیا ځايي مسوولین وايي، ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې او هیله ښيي چې روان کال به یې چارې له سره پیل شي.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر وايي، دوی د الیشنګ کلي د اوسېدونکو او په ټوله کې د هغو خلکو د برېښنا ستونزه مني چې په مخکني حکومت کې د ولسي تړون د پروګرام له لارې یې کارونه پیل شوي وو او اوس نیمګړي پاتې دي.

دی وايي، یاده ستونزه یې له وزارت سره شريکه کړې او هیلهمن دي چې روان کال کې به یې کارونه بېرته پیل شي.

د هغه په خبره، د مخکني حکومت پر مهال د یادو پروژو بودجه نړۍوال بانک ورکوله خو اوس نه ورکول کېږي او د برېښنا په ګډون یې کڼې نورې پروژې هم نیمګړې پاتې دي.