کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په افغانستان کې د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې دغه سرتېري يې نن د افغانستان په سوېل، د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
د ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.
خو بايد وويل شي، چې د افغانستان په سوېل کې د ايساف ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
بلخوا وسلوالو طالبانو ادعا کړې، چې د هلمند په ګرشک او د کندهار په پنجوايي ولسواليو کې يې پر امريکايي ځواکونو چاودنې کړې او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېر ٥٢٥ تنو ته ورسېد.
تېر کال په هېواد کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن