کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کرکټ او فوټبال د ملي لوبډلو لوبغاړي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پر ډالۍ او جايزو و وياړل شول.
په دې اړه تېره شپه په انټرکانټينينټال هوټل کې د افغانستان د کرکټ بورډ، د اتصالاتو مخابراتي شرکت او يو شمېر نورو شرکتونو په مرسته او همکارۍ غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کرکټ او فوټبال د ملي لوبډلو د لوبغاړو ترڅنګ د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ، سلاکار وزير شهزاده مسعود، د اروزګان، هلمند او پنجشېر ولايتونو واليانو، د ملي شورا غړو، د کرکټ بورډ او اتصالاتو شبکې مسوولينو، رسنيو او مينه والو ګډون کړى وو.
د ماليې وزير او د کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال غونډې ته په خپلې وينا کې د کرکټ او فوټبال د وروستيو برياوو، لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.
هغه په ځانګړې توګه د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ اتلولي وستايله او ويې ويل، چې دى او ولسمشر حامد کرزي خپلې بوختياوې پرېښودې او په هغه ورځ د کرکټ د پاى لوبې نندارې ته ناست وو.
د ماليې وزير وويل، چې په نيپال کې د اتلولۍ له ترلاسه کولو سره سم ده او ولسمشر حامد کرزي ملي لوبډلې ته ټيلېفون وکړ او هغوى ته يې مبارکي ورکړه.
د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ ځوانان لوبو ته وهڅول او زياته يې کړه، چې لوبې نه يواځې د روغتيا لپاره ګټه رسوي، بلکې سالمه ټولنه هم رامنځته کوي.
سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ لوبغاړو د نورو لوبو د لوبغاړو ترڅنګ تل هېوادوالو ته خوښۍ ور په برخه کړې دي.
هغه زياته کړه، چې وړمه ورځ په هوايي ډګر او نن په دغه پروګرام کې د هرې لوبې او هرې ټولنې خلک راغلي، چې دا د ملي يووالي ثبوت دى.
د کرکت بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې د کرکت لوبغاړو ته د لوبې او تمريناتو ښې زمينې برابرې کړي.
نوموړي لوبغاړو ته د تشويق او وياړنې دغه پروګرام کم وباله او زياته يې کړه، چې دوى د ډېرې هڅونې او نازونې ته اړتيا لري.
د دغه پروګرام په پاى کې د کرکټ او فوټبال ملي لوبډلو لوبغاړو لپاره چمتو شوې ډالۍ او جايزې د اړوند مسوولينو له خوا ووېشل شول.
د الکوزي ګروپ له خوا د فوټبال لوبډلې له هر لوبغاړي سره د پنځوس زره افغانيو جايزه اعلان شوه.
د يادونې ده، چې ولسمشر هم له دې مخکې د کرکټ او فوټبال لوبغاړو لپاره د سل زره افغانيو انعامونو اعلان کړى دى.
د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروزخان منګل د حکومت، کرکټ بورډ، اتصالاتو شبکې او نورو هغو خلکو او شرکتونو، چې په دغه پروګرام کې يې ونډه اخيستې وه، د زړه له کومې مننه وکړه.
هغه زياته کړه: ((موږ به په راتلونکي کې هم هڅه کوو، چې په نړيوالو سياليو کې اتلولۍ خپلې، د هېواد ملي بيرغ ورپوو او خپلو هېوادوالو ته خوښۍ ور په برخه کړو.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن