ژبه

خوست کې نوي فارغ شوي محصلین له حکومته د دندو غوښتنه کوي

خوست ښار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): خوست کې له نيمه طبي لوړو زده‌کړو يو شمېر نوي فارغ شوي محصلين له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

هغوی وايي، په اوسنيو حالاتو کې د ځوانانو پر مخ کاري ساحه يو څه محدوده ده او دا مهال زرګونه کسان چې نوي له لوړو او نيمه لوړو زده‌کړو فارغ شوي، وزګار دي.

د یوه خصوصي انسټیټوټ دغو محصلينو دا څرګندونې نن (د زمري ۱۶مه) په خپله فراغت‌غونډه کې وکړې.

يوه نوي فارغ شوي محصل سيداکبر سالار پژواک خبري اژانس ته وويل، هر کال د لوړو او نيمه لوړو زده‌کړو له څانګو زرګونه کسان فارغيږي، خو ډېره کمه فيصدي يې پر دندو ګومارل کېږي، پاتې نور بې برخلیکه پاتې وي.

نوموړي له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې نوو فارغ شوو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه: «د کاري زمينې په اړه که ووايو واقعاً اوس مهال کاري ساحه محدوده شوې ده او دا حقيقت دی او حقيقت نه پټيږي، د افغانستان له چارواکو مو دا غوښتنه ده چې هر وګړي ته د کار زمينه برابره کړي.»

دغه راز، د دغه انسټيټوټ د فارميسۍ له څانګې فارغ محصل عزيزالله ځلاند پژواک ته وويل چې د دوی راتلونکی په اوسني حکومت پورې تړلی دی.

د نوموړي په خبره، دا مهال زرګونه ځوانان چې ان د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې لري، وزګار دي او له ناڅرګند برخليک سره مخ دي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی په ګډون ټولو نوو فارغو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه: «هر ځوان، هر محصل چې کله فارغېږي، دا يې هيله وي چې يوه ښه اينده او وظيفه ولري، خو په افغانستان کې ډېر فارغ محصلين له وظيفو بې‌برخې او ډېر نهيلي دي، له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې دا نهيلي دې نوره لرې کړي.»

يو بل فارغ محصل نورجان هم له پژواک سره خبرو کې ورته غوښتنه لري او وايي: «زما غوښتنه له دولت او موسساتو دا ده چې موږ ته کاري زمينې برابرې کړي؛ ځکه چې زياتره محصلين اقتصادي ستونزې لري او فاميلونه ور له غاړې دي.»

ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاګټر شېراګل ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې دولت، په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت په مرکز او ولايتونو کې زرګونه نوو فارغو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه وويل، د دوی هڅه به دا وي چې د دولتي ادارو ترڅنګ په بېلابېلو غيردولتي ادارو کې هم د لوړو او نيمه طبي لوړو زده‌کړو نوو فارغ شوو محصلينو ته دندې پیدا کړي.

ورته موضوع