ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسیف اروزګان کې د خوارځواکۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده

یونسیف اروزګان کې د خوارځواکۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده

author avatar
6 Aug 2024 - 18:03
یونسیف اروزګان کې د خوارځواکۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده
author avatar
6 Aug 2024 - 18:03

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳): اروزګان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) استازي وايي، د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د ثبت شوو خوارځواکو ماشومانو شمېر ۱۲ زره ۶۳۰ ته رسېدلی او ښايي د کال تر وروستیو دغه پېښې دوه برابره شي.

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې نن «ماشوم ته د مور شيدو ورکولو اونۍ» نمانځغونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) سیمه‌ییزو مسوولینو وویل، د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې څه باندې ۱۲ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د یونسیف د خوارځواکۍ برخې مسوول صدراعظم الفت وویل، د میندو له لوري ماشوم ته د شیدو نه ورکول، په دې اړه د عامه پوهاوي کموالی او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې په دغه ولایت کې ورسره په ډېر شمېر ماشومان هر کال پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

الفت د کورنیو پر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو غږ وکړ چې د خوارځواکۍ پېښو کمولو لپاره د عامه پوهاوي برخه کې همکار شي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د دغه ولایت په ۱۰۱ روغتیایي مرکزونو کې د غذایي مشاورینو په ګډون ګڼ شمېر ښځینه روغتیایي کارکوونکې او امکانات شته خو مشورې یې په پام کې نه نیسي.

نوموړي زیاته کړه، که حالت همدغسې دوام وکړي، د روان کال تر پایه ممکن د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه برابره شي.

د هغه د معلوماتو له ‌مخې، تېر کال هم په دغه ولایت کې څه باندې ۲۵ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي وو.

دغه راز، په یاده غونډه کې د اروزګان د عامي روغتیا ریاست یوه استازي معلم اغا له میندو وغوښتل چې له زېږون وروسته تر شپږو میاشتو باید ماشوم ته خپلي شیدې ورکړي.

ورته مهال، اروزګان کې د افغان روغتیایي او پرمختیایي موسسې (AHDS) ولایتي مسوول ډاکتر رحیم‌الدین نورزاد بیا وویل، د مور شیدې د ماشوم لپاره اسانه، ارزانه او له هر ډول ناروغیو خوندي غذا ده.

هغه زیاته کړه، که میندې خپلو ماشومانو ته پر وخت شیدې ورکړي، د سرطانونو په ګډون به له یو شمېر نورو ناروغیو خوندي پاتې شي.

د یادونې ده، په نړۍواله کچه هر کال د اګسټ میاشت کې یوه اونۍ «ماشوم ته د مور شيدو ورکولو» په نوم نمانځل کېږي چې موخه یې ماشوم ته د مور شیدو ورکولو د ګټو په اړه عامه پوهاوی بلل شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.