کندهار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو يوې کشفي الوتکې پر درېيو ماين ښخوونکو بريد کړى، چې دوه په کې وژل شوي او بل په ټپي حالت کې پوليسو نيولى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته درېيو وسله والو مخالفينو د ميوند ولسوالۍ په مزرعې کلي کې د سړک پر سر ماينونه خښول، چې د بهرنيو ځواکونو کشفي الوتکو له ليدلو وروسته پرې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې دوه تنه وژل شوي او يو ټپي دى، چې وروسته د پوليسو له خوا د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته وړي دي.
د نوموړي په وينا، چې له وژل شوو څخه يو ميل کلاشينکوف، يو ميل تومانچه او يو کولنګ د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دى وايي، چې په دغه بريد کې وژل شوي دوه تنه د ميوند ولسولۍ د مزرعې او ټپي وګړى د چل دوزي د کلي اوسېدونکي وو.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د ملي اردو ځواکونه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو تر څنګ د ٣٦٠ کيلوګرامه خامو چرسو د نيول کېدو خبر ورکوي.
زلمى ايوبي وايي، چې په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د درېيمې لوا سرتېرو په ارغنداب ولسوالۍ کې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يو کور وپلټه، چې په کې وسلې او نشه يي توکي ساتل کېدل.
هغه زياتوي، د عملياتو پر مهال له ياد کور څخه ٥ ميله راکټ، ٥ کړۍ لاسي بمونه، ٤٠٠ بېلابېلې مرمۍ او ٣٦٠ کيلوګرامه خام چرس ترلاسه شول.
د نوموړي په وينا، چې د نيول شوو توکو په تړاو څوک نه دي نيول شوي او نه هم کوم لوري ته ځاني زيان اوښتى دى.
په دې وروستيو کې په کندهار کې د کوکنارو د کر د مخنيوي تر څنګ د نشه يي توکو پر وړاندې هڅې کړندۍ شوې، چې په تېرو درېيو اوونيو کې په زرګونو کيلوګرامه چرس، ترياک او نور نيول شوي او سوځول شوي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن