غزني ښار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): په غزني کې د ښځو چارو رياست له خوا د دې ولايت د مېرمنو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شول.
په نندارتون کې د غزني د هغو مېرمنو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شول، چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې په يو روزنيز پروګرام کې د صنايعو په برخه کې زده کړې کړې وې.
د ښځو چارو رييسې شکريې ولي د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نندارتون کې د دېرشو مېرمنو هغه په لاس جوړ شوي شيان، نندارې او پلور ته ايښودل شوي، چې په يو روزنيز پروګرام کې يې په دې اړه زده کړې ترلاسه کړې وې.
د هغې په وينا، دغه روزنيز پروګرام يو کلن دى او په دوو نورو پروګرامونو کې به د نورو مېرمنو لاسي صنايع هم نندارې ته وړاندې شي.
نوموړې زياته کړه: ((موږ په پام کې لرو، چې هغو مېرمنو ته د لاسي صنعت د پراختيا په برخه کې روزنه ورکړو، چې کورنى اقتصاد يې کمزورى وي او يا په کورنۍ کې نارينه سرپرست نه لري.))
دغه نندارتون د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په مالي مرسته د ښځو چارو په رياست کې جوړ شوى او په کې د مېرمنو په لاس جوړ شوي ګرېوانونه، په مريو او زرتارو پوښل شوي ګلدانونه او خولۍ نندارې ته ايښودل شوې دي.
د ښځو چارو رييسې وويل، چې د غزني ښار په ښځينه بڼ کې د مېرمنو لپاره د روزنيز مرکز ترڅنګ، يو مارکېټ هم جوړ شوى، چې له دې وروسته به د مېرمنو لاسي صنايع په کې د خرڅلاو لپاره ايښودل کېږي.
شکېبا، چې په همدې روزنيز پروګرام کې يې د ګلدانونو او خوليو ګنډل زده کړي دي، پژواک اژانس ته وويل، چې که د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره پېرودونکي وموندل شي، ښه به وي.
د هغې په وينا، داسې مېرمنې شته، چې د کور ټولې اړتياوې له همدې لاسي صنايعو پوره کولاى شي؛ خو تر هر څه د مخه د مارکېټ پيدا کول اړين دي.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي، چې دغه نندارتون يې پرانېست، وويل چې دغه پروګرام د بېوزله مېرمنو د هڅونې په برخه کې ګټور ګام دى.
د ده په وينا، مېرمنې د کلتوري او امنيتي شرايطو له امله له ټولنې لرې پاتې شوې دي، بايد د دې ډول روزنيزو پروګرامونو تر څنګ ورته د زده کړې اسانتياوې هم برابرې شي.
د يادونې وړه ده، چې تېر کال هم د غزني د مېرمنو د لاسي صنايعو يو نندارتون جوړ شوى و.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن