کابل ښار (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): د کابل پوليسو د انسان تښتونکو له منګولو يو تن ژغورلى او د تښتونکو د يوې ډلې د نيولو خبر يې ورکړ.
په هغې خبر پاڼه کې، چې نن (د سلواغې څلورمه) د کابل ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ له لورې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي، چې دغې ډلې يو کس د تېرې جمعې په ورځ د کابل د څلورمې امنيتي حوزې له اړوند سيمې تښتولى او بيا يې د يوولسمې حوزې اړوند سيمې ته وړى و.
سرچينې زياته کړې، چې هغوى د دغه سړي د خوشې کولو په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې وه، خو د پوليسو په هلوځلو دغه سړى را خوشى او د سړي تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله هم ونيول شوه.
خو سرچينې د تښتول شوي کس د نوم او د پيسو د اندازې يادونه نه ده کړې.
خبرپاڼه کاږي، چې د تښتونکو دغه ډله يې د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سيمو کې نيولې ده.
د يادونې ده، چې د مرغومي په ١٥مه نېټه هم د اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارته نو په سيمه کې پوليسو يو ملي سوداګر له تښتونکو ژغورلى و او له هغوى سره د نښتې په پايله کې يې دوه وسله وال هم ونيول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن