ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو ایراني شرکت بلخ کې د درملو تولید فابریکه جوړوي

یو ایراني شرکت بلخ کې د درملو تولید فابریکه جوړوي

author avatar
12 Sep 2024 - 16:38
یو ایراني شرکت بلخ کې د درملو تولید فابریکه جوړوي
author avatar
12 Sep 2024 - 16:38

مزارشریف (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مقام وایي چې یو ایراني شرکت غواړي په دغه ولایت کې له افغان سوداګرو سره په ګډه د درملو تولید یوه فابریکه جوړه کړي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس د ایران له سرقونسل حمیدرضا احمدي او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د ایران سرقونسل حمیدرضا احمدي وویل چې د دغه هېواد د «دارو پاس» شرکت غواړي بلخ کې د درملو تولید یوه ګډه لویه فابریکه جوړه کړي.

احمدي زیاته کړې چې د دې فابریکې له جوړېدو سره به د افغانستان د شمالي ولایتونو ۹۰ سلنه د درملو اړتیاووې پوره شي.

بلخوا، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس د ایران سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دا مهال افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه برابره ده او په وینا یې، ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د افغانستان د ډېرو ولایتونو په درملتونونو کې د پاکستاني، هندي، ترکي، عربي او د ځینو نورو هېوادونو د درملو ترڅنګ په لوړه کچه ایراني درمل هم پلورل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.