کابل-اسلام اباد (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): د افغانستان خارجه وزارت وايي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني راتلونکې مياشت کابل ته په سفر راځي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان د حنا رباني د سفر هرکلى کوي. هغه زياته کړه، چې په دغه سفر کې به مېرمن حنا له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې له ستونزو سره مخ شوې وې او هيله يې څرګنده کړه، چې له دغه سفر سره به دا اړيکې بېرته ښې شي.
بلخوا د پاکستان خارجه وزارت وايي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړيکو پراختيا او د سولې د بهير د پرمختګ په اړه د خبرو اترو لپاره به ډېر ژر د بهرنيو چارو وزيره کابل ته سفر وکړي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير د سلواغې په پنځمه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې له هر ډول بهير څخه ملاتړ کوي.
بشير زياته کړه، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړيکو پراختيا او د سولې دبهير د پرمختګ په موخه به ډېر ژر د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر کابل ته سفر وکړي، خو د سفر کره نېټه يې په ډاګه نه کړه.
سلمان بشير له امريکا سره د پاکستان د اړيکو په اړه وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خرابو شويو اړيکو بېرته سمول وخت ته اړتيا لري. نوموړي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو په اړه وويل، چې په دې اړه پرېکړه پارلماني کمېسيون کوي.
د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځمه په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستانيو پوستو د ناټو له هوايي بريده وروسته، چې په ترڅ کې يې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول، پاکستان له خپلې خاورې ناټو ته هر ډول اکمالات بند کړي دي.
ټاکل شوې وه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى سيمې ته د سفر پر مهال اسلام اباد ته هم ولاړ شي، خو پاکستان ورته د ورتلو اجازه ورنه کړه. پاکستان وايي، تر څو پورې چې د پارلمان ځانګړى کمېسيون له امريکا سره د دغه هېواد د اړيکو په اړه پرېکړه ونه کړي، نو کوم امريکايى چارواکى اسلام اباد ته سفر نه شي کولاى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د امريکا پر بې پيلوټه هوايي بريدونو هم سخته نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دا د نړيوال قانون خلاف عمل دى.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن