جلال اباد (پژواک ٢ کب ٩٠): د سلګونو زرو ډالرو په لګښت په ننګرهار ولايت کې د بيارغونې د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د بشري اسکان (هبيټاټ) ادارې د جلال اباد ساحوي دفتر مشر انجنير عنايت الرحمن د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د جلال اباد ښار د يو پنځوسمې پرمختيايي شورا په ساحه کې د نږدې درې کيلومتره ويالو پخولو چارې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه، چې دا پروژه په ٨ مياشتو کې د ٦٧٩٧٥ امريکايي ډالرو په لګښت سرته ورسېده.
د نوموړي په وينا، د پروژې په اوږدو کې يې ٩٩ د بلول پولچکونه جوړ کړي او په ٥٠٠ متره سړک يې جغل اچولى دى.
د دغې شورا يوه غړي نقيب الله فقيرزاده پژواک ته وويل، چې د دې پروژې په پلې کولو سره به په ياده سيمه کې د اوبو د ډنډېدو مخه، چې تېر کال يې له امله په سلګونه کورونه زيانمن شول، ونيول شي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د محبس قوماندان سمونوال عبدالولي حصارک پژواک اژانس اته وويل، چې د هيلت نېټ روغتيايي موسسې په مرسته يې د څه باندې يو ميليون افغانيو په لګښت په دغه کې د يوه کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په ٤ مياشتو کې به د کلينيک جوړولو چارې سرته ورسيږي.
د محبس قوماندان وويل، چې د ننګرهار محبس ٦٥ کاله وړاندې د ٦٠٠ بنديانو ساتلو لپاره جوړ شوى، چې اوسمهال په کې د ٢٤ مېرمنو په ګډون ١٢٦٧ بنديان ساتل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د محبس لپاره د نوي ښار په پروژه کې ٥٠ جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې او چارواکي د مالي سرچينې په لټه کې دي، تر څو هلته ودانۍ جوړه شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې په محبس کې د جوړېدونکي کلينيک درى خونې وار له مخه نړيوال سره صليب جوړې کړې چې د دريو نورو خونو په جوړولو سره به د عامې روغتيا رياست له لوري دغه لس بستريز کلينيک په فعاليت پيل وکړي.
دغه راز د دغه ولايت په سره رود او غني خېلو ولسوالۍ کې د يوه استنادي دېوال او ښوونځي ودانۍ چارې پيل شوې.
د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي بيارغونې ډلې په مرسته د غني خېلو ولسوالۍ د شهيد ميرولي د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.
شينواري زياته کړه، دغه ښوونځى، چې ٤٠٠ زده کوونکي لري، د ٨ درسي او ٤ اداري خونو په درلودلو سره په ٤ مياشتو کې جوړيږي، چې ١٢٠زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
له بلې خوا د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير فضل ربي ولي زي پژوا ک ته وويل، چې د جلال اباد په سوېلي حلقوي سړک يې د کمبو خوړ په سيمه کې د يو ستر استنادي دېوال چارې پيل کړې، چې په وينا يې، په دوو مياشتو کې به بشړې شي.
د فوايد عامې رييس وويل، دغه دېوال د فوايد عامې وزارت له خوا د ٢،٦ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي.
د يادونې ده، چې د پژواک د پخوانيو راپورونو له مخې د کمبو خوړ استنادي دېوال د هغو تراکتورونو بارونې له امله نړېدلى و، چې د خلکو ودانيو ته يې شګې او ډبرې لېږدولې.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن