د ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد دراني د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو په انګړ کې له ٣٠٠ تنو څخه اخيستل شوې ازموينې شفافيت نه درلود.
نوموړي زياته کړه، چې د ازموينې انګړ تنګ و د لمانځه پر مهال پيل شوه او د پوښتنو پاکټونو مهر ولاک نه درلود.
دراني وويل، چې د رياضي او فزيک په سوالونو کې دوو پوښتنو څلور ځوابه برخه نه درلوده او د کيميا او بيالوژي حل شوې پاڼې د اداري اصلاحاتو د کميسيون له لوري قلم خوره شوې وې.
د شورا منشي وايي، چې د ده له پرله پسې شکايت سره سره بيا هم د ادبياتو په ګډون ځواب شوې پوښتنې د دوى پر وړاندې ونه کتل شوې او نه يې چا د شکايت پروا وکړه.
دراني وويل، چې دوى به د اداري اصلاحاتو له مرکزي ادارې څخه د دويم ځلې ازموينې اخيستلو غوښتنه وکړي.
د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د شکايتونو څېړلو امر عبدالله پژواک ته وويل، چې کمېسيون يې د قانون د ١٥مې مادې له مخې له ٣ بست څخه تر ٨ بست پورې د ازموينې څارنې حق لري.
نوموړي زياته کړه، چې د دراني نيوکه شخصي ده او له دوى سره د ازمويني په بهير کې د پوهنې، ښځو چارو رياستونو او ولايت د استازي ترڅنګ د ولايتي شورا درې غړو ګډون درلود.
عبدالله وويل، چې بيا ازموينه نه اخلي او دا د کرمينل تخنيک دنده ده، چې د شکايت پر مهال د قلم خوره پارچو څېړنه وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شورا دغه غړى ځکه قهرېدلى؛ چې له ده يې د ٣ دوستانو کاميابولو غوښتنه کوله.
خو لعل محمد درانى دغه تور ردوي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د ښوونکو د ١١٢ بستونو لپاره د ١٠٠ مېرمنو په ګډون له ٣٠٠ تنو څخه ازموينه اخيستل شوې، چې د دوى رياست يې شفافه ګڼي.
شينواري وويل، د ازموينو اخيستو، پارچو کتلو او د نتيجې د اعلانولو واک د اداري اصلاحاتو له کمېسيون سره و.
نوموړي زياته کړه: ((په ازموينه کې د ګڼو ادارو استازي موجود وو، موږ ته دا مهمه ده، چې ښه معلم غوره کړو))
شينواري هم ټينګار وکړ، چې د بيا ازموينې اخيستلو هېڅ اړيتا نه شته.
د يادونې ده، له اوږدې مودې راهيسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ننګرهار په پوهنې رياست کې د نوو ښوونکو ګومارنه بنده کړې وه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن