کابل ( پژواک ٩ کب ٩٠ ) : د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د دوى سلاکاران به ډېر ژر بېرته د افغانستان په وزارتونو کې خپلې دندې پيل کړي .
دغه سلاکاران وروسته له هغه د افغانستان له وزارتونو څخه ووېستل شول، چې د کورنيو چارو په وزارت کې يوه نامعلوم وسلوال پر دوو امريکايي سلاکارانو ډزې وکړې او ويې وژل.
دامريکا په دفاع وزارت کې د سمندري ځواکونو وياند جان کربي، چې اوس په کابل کې دى، پرون د ويډيو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په افغانستان کې دايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن دا په ډاګه کړې، چې ياد سلاکاران به بېرته خپلو دندو ته ستنېږي.
خو هغه زياته کړه، چې جنرال الن په دې اړه کره نېټه نه ده په ډاګه کړې ، چې دوى به کله په افغاني ادارو کې خپلې دندې پيلوي.
نوموړي وويل چې جنرال الن هره ورځ په کابل کې دافغانستان دکورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو له لوړ پوړو چارواکيو سره په دې خبرې او مشورې کوي، چې څه ډول د افغانستان په وزارتونو کې د بهرنيو سلاکارانو امنيت خوندي شي.
کربي زياته کړه : (( سلاکاران په موقت ډول له وزارتونو وتلي، ډېر ژر به بېرته ولاړ شي، خو دمګړۍ يې د تګ کره نېټه نه ده معلومه.))
ديادونې ده ، چې له دې پېښې وروسته د امريکا ترڅنګ ، بريتانيا، فرانسې او جرمني هم سلاکاران له افغاني ادارو څخه ووېستل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن