کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې، سپین غر امو لوبډلې ته او مس عینک بیا بست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره شوې، لومړی لوبه د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ او دویمه بیا د مس عینک او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د نن ورځې په لومړی لوبه کې، د امو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۱۹ اور کې ټوله لوبډله په ۱۰۵ منډو وسوځېده.

د سپین غر له لوري په توپ اچونه کې بلال سمیع درې، ظاهر خان او عرب ګل بیا د امو لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې د سپین غر لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۱۱م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او امو لوبډلې ته یې د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغهراز د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د مس عینک اتلانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې د بست لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې.

د بست لوبډلې له لوري تر ټولو زیاتې ۶۷ منډې دروېش رسولي وکړې.

د مس له لوري په توپ اچونه کې عبدالرحمن درې، وحید الله ځدراڼ، ضیا الرحمن او محمد نبي د بست لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې د مس عینک لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۱۹م اور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بست لوبډلې ته یې د اته وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د مس عینک لوبډلې له لوري وفیع الله تره خیل ۶۵ او نوید عبید ۵۲ منډې وکړې.

د یادونې وړ ده، یادې سیالۍ د روانې اکست میاشتې په ۱۲مه په کابل کې پیل شوي چې تر دې مهاله په کې لس لوبې ترسره شوي دي.