ژبه

حامد کرزي د امریکا د نړیوالو چارو د شورا له غړیو سره وکتل

حکمت

۱۲ وری ۱۳۹۱ - ۸:۱۹ pm

Views: 79

کابل(پژواک ١٢ورى٩١): ولسمشر کرزى د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو چارو د شورا له غړیو سره په ارګ کې وکتل.

د ولسمشر دويندوي له دفترڅخه دوري ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه  کتنه نن له غرمې مخکې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شوه.

خبرپاڼه زياته وي چې په ياده کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې د امنیت او اړونده موضوع ګانو په هکله خبرې اترې وکړې.

سرچينه ليکي، چې د کتنې پرمهال ولسمشر کرزي او  او ددغه شورا غړیو د روانو حالاتو په اړه له یو بل سره نظرونه شریک کړل .

د یادونې وړ ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو چارو شورا د نړیوال تعلیم او بین المللي چارو عالي مجمع ده.

دغه مجمع غواړي چې د امریکا خلک د نړۍ له حالاتو نه خبر کړي او هغوې ته د جیوپولیټیک، سوداګرۍ، مدني ټولنې او نورو مسايلو په اړه معلومات ورکړي.