کابل (پژواک١٣ورى٩١): حضرت صبغت الله مجددي د ولسمشرحامدکرزي لخوا د سولې د عالي شورا د مشر په توګه نه ټاکل ځانته سپکاوى بولي او له دې امله يې له خپلو ټولو دولتي دندو استعفى ورکړه .
په هغه خبرپاڼه کې، چې د شخړو د هواري او له دولت سره د خلکو د اړيکو د خپلواک کمېسيون لخوا د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې ولسمشر کرزى د هېواد د ملي او جهادي مشرانو د غوښتنو او د حضرت صبغت الله مجددي خيرخواهانه نظرونو ته پام نه دى کړى.
سرچينې زياته کړې، چې د همدې نه پاملرنې له امله حضرت صبغت الله مجددي له خپلو ټولو دولتي دندو استعفا ورکړې ده.
مجددي دا مهال د رياست جمهوري د شخړو د حل او له دولت سره د خلکو د اړيکو د خپلواک کمېسيون د مشرۍ ترڅنګ، د مشرانو جرګې او د سولې د عالي شورا غړيتوب هم لري.
سرچينې ليکلي،چې مجددي د روانې مياشتې په اوومه خپله استعفى پاڼه ولسمشر ته استولې ده.
په خبرپاڼه کې د مجددي په حواله راغلي ، چې که څه هم ده نه غوښتل د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شي،خو ددې شورا د غړيو تر ډېر ټينګار وروسته يې د ولسمشر په حضور کې دغه غوښتنه ومنله.
خو سرچينه زياتوي ، چې د مجددي د ښه نيت او له رښتينو خدمتونو سره سره، ولسمشر تر يوې مياشتې ډېر د دې شورا د مشر د ټاکلو په موخه چوپتيا غوره کړې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي: ((دې چوپتيا له يوې خوا،د سولې د عالي شورا غړي او خيرخواه هېوادوال متاثر کړل او له بلې خوا د جناب حضرت په حق کې ښکاره سپکاوى دى.))
د ولسمشر حامدکرزي ويانداېمل فيضي پژواک اژانس ته وويل چې د حضرت صبغت الله مجدي ددفتر لخوا ياده اعلاميه دوى ته هم رسېدلې ده.
هغه زياته کړه : (( حضرت صاحب د افغانستان يو مشر او ډېر محترم ملي شخصيت دى، چې ولسمشر حامد کرزي همېشه د هغه فوق العاده احترام کړى او کوي يې، خو د سولې د عالي شورا د رييس دټاکلو لپاره ولسمشر ملي يووالي او ملي منافعو ته په پاملرنې سره په دې اړه تصميم نيسي. ))
له دې مخکې نوموړي پژواک اژانس ته ويلي و، چې د ولسمشر لخوا د سولې دعالي شورا د مشر د ټاکنې په اړه سلامشورې وروستي پړاو ته رسېدلې او ډير ژر به د يادې شورا نوى مشر اعلان شي.
خو نوموړي د چا نوم نه و په ډاګه کړى ، چې څوک به ددغې شورا مشر وي.
خو ځينو سرچينو ويلي،چې د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي ، د محاذ ملي ګوند مشر پير سيد احمد ګيلاني او د برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني کانديد دي .
د سولې د عالي شورا يوه غړي محمد اسماعيل قاسميار هم پژواک ته ويلي، چې ددغې شورا د مشر د ټاکنې په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي او ددې اونۍ تر پايه به نوى مشر وټاکل شي .
نوموړي که څه هم د نوي رييس د نوم اخيستو په اړه معلومات ورکول له وخته مخکې بللي ، خو د صلاح الدين رباني د ټاکنې شونتيا يې نه ده رد کړې .
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د تېرکال (١٣٩٠) د وږي د مياشتې په ٢٩مه ماښام مهال د يوتن لخوا، چې ويل کيږي د طالبانو د سولې پيغام يې را وړى و، د کابل ښار په وزير محمد اکبرخانه مينه کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
دغه ځانمرګي بريد کوونکي چاودېدونکي توکي په خپله پګړۍ کې ځاى پرځاى کړي و.
داسې ګونګسې هم شته ، چې مجددي له دغې څوګۍ ګوښه ساتل شوى او د ګيلاني او صلاح الدين د ټاکنې په اړه خبرې ډيرې تودې شوي ، چې کېداى شي د عمر د زياتوالي او نورو لاملونو له مخې ګيلاني د سولې د عالي شورا د مشر او صلاح الدين رباني ته په حکومت کې کومه بله څوکۍ ورکړل شي .
د افغانستان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په موخه په ١٣٨٩کال کې مشورتي جرګه راوغوښتله او ددغه کال په تلې مياشت کې برهان الدين رباني د سولې د عالي شورا رييس وټاکل شو .
ياده شورا ٧٠ تنه غړي لري، چې د برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته له شاوخوا شپږ مياشتو راهيسې د دغې شورا د مشر د نشتوالي له امله د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې په ټپه درېدلي دي،خو امريکا بيا له خپل لوري له وسلوالو طالبانو سره په قطر کې خبرې پيل کړې دي.
د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کې ولسمشر حامد کرزي اعلان کړى و، چې د بُن له دويمې غونډې وروسته به دسولې دعالي شورا مشر اعلان کړي، خو تر اوسه دغه پروسه ځنډېدلې ده.
د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازيو په ګډون د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په ١٥مه، په جرمني کې ترسره شو.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن