ژبه

شينوارو په خپله سيمه کې د کرکټ يوه لوبغالي ته ځمکه ورکړه

عبدالمعيدهاشمى

۳۱ غویی ۱۳۹۱ - ۱۶:۲۸

Views: ۸۰

جلال اباد ( پژواک ٣١ غويى ٩١): د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې ٢١ جريبه ځمکه دکرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه کرکټ بورډ ته ورکړل شوه.

د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې په همدې موخه نن (د غويي ٣١ مه) غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د اچين، سپين غر او غني خېلو ولسواليو ولسوالانو او قومي مشرانو ګډون درلود.

قومي مشرانو او ولسوالانو د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل،  چې د شينوارو په ولسوالۍ کې کرکټ ډېر لوبغاړي لري او له همدې امله يې ياده ځمکه کرکټ بورډ ته ورکړه،  تر څو د دغې ولسوالۍ لوبغاړو ته په کې د کرکټ کولو زمينه برابره شي.

دکرکټ بورډ د ختيځ زون امر قرار عزيزي د دغې ولسوالۍ له مسوولينو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه، چې له کرکټ سره مينه لري او په خپله سيمه کې يې ٢١ جريبه ځمکه د کرکټ لوبغالي لپاره ورکړه.

د هغه په وينا، ډېر ژر به د دغه لوبغالي قانوني اسناد راټول او دولت ته به يې وسپاري.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده ځمکه دولت او قومي خلکو دعوه درلوده، خو نن د قومي مشرانو او دولت له لوري کرکټ بورډ ته وقف کړاى شوه.

قرار عزيزي وويل: ((د دغه لوبغالي د جوړيدو په موخه به د کرکټ بورډ له مرکزي ادارې او ملي سوداګرو سره خبرې وکړم، څو يې د جوړولو لپاره پيسې پيدا شي.))

په همدې حال کې دکرکټ بورډ ختيځ زون مشر د کرکټ له دوه لوبډلو سره د کرکټ د وسايلو مرسته هم وکړه .

د يادونې  ده، چې څو ورځې وړاندې په کامې ولسوالۍ کې هم شاوخوا ٣٠ جريبه ځمکه د کرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه کرکټ بورډ ته ورکړل شوې وه.