کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې يو سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د وسلوالو مخالفينو په بريد او بل يې نن سهار په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
ايساف په دې خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې د افغانستان په سوېل کې د ايساف امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ١٧٧ تنو ته ورسېد.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو او له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په هېواد کې ٣٠٢٢ بهرني سرتېري وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن