کابل ( پژواک، ٢٨چنګاښ ٩١): ديوې چورلکې د غورځېدو له امله دايساف دوه سرتېري ټپيان شول او دوه نور سرتېري يې په هېواد کې د امنيتي پېښو له امله ووژل شول.
په هغه خبرپاڼه کې، چې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه نن ( د چنګاښ ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي ، چې دغه چورلکه د افغانستان په لوېديځ کې را غورځېدلې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې په دې پېښه کې د ايساف دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
ايساف د چورلکې د غورځېدو ځاى نه دى په ډاګه کړى او وايي چې د سقوط د لامل په اړه يې څېړنې روانې دي.
د يادونې ده ، چې هرات ، غور ، فراه او بادغيس د هېواد د لوېديځو ولايتونو له جملې څخه دي.
د ايساف په يوه بله خبرپاڼه کې د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.
سرچينه وايي ، چې يو سرتېرى يې په سوېل کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په وسلوال بريد کې او بل يې د افغانستان په ختيځ کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
سرچينې د سرتېرو د هويت او د پېښې د کره ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دهېواد په سوېل او ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
د آى کېژولټيز وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، چې په افغانستان او عراق کې د ناټو ځواکونو د تلفاتو شمېر تعقيبوي، د روان زېږديز کال له پيله راهيسې تراوسه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ايساف ٢٤٢ سرتېري وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ دايساف ٣٠٨٩ سرتېري وژل شوي، چې څه باندې دوه زره يې امريکايان وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن