اسلام اباد (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د پاکستان لومړى وزير راجه پروېز اشرف کابل ته له روانېدو مخکې دغه سفر ډېر مهم وباله.
هغه نن (د چنګاښ ٢٩مه) سهار مهال د اسلام اباد په چکلاله پوځي هوايي ډګر کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې پر ډېر مهم سفر کابل ته روان دى.
نوموړي زياته کړه، چې په کابل کې به له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر سياسي او سوداګريزو اړيکو او د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې وکړي.
د پاکستان لومړي وزير وويل: ((له افغان ولسمشر سره د افغانستان له خاورې زموږ پر سرتېرو د ترسره کېدونکو بريدونو په اړه هم خبرې کوم.))
راجه پروېز اشرف دغه راز زياته کړه، چې په کابل کې به د انګلستان له لومړي وزير ډيوېډ کميرون سره هم غونډه وکړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې هېواد يې د افغانستان د امنيت لپاره تر نورو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
د يادونې ده چې تېره مياشت د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته کابل ته د راجه پروېز اشرف دغه لومړى سفر دى.
نوموړى به په کابل کې د سولې د عالي شورا له مشر صلاح الدين رباني، د ملي جبهې، حق او عدالت ګوندونو له استازو سره هم وګوري.
د پاکستان له لومړي وزير سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر، د کورنيو چارو سلاکار وزير رحمن ملک او د سوداګرۍ د دولت وزير عباس اپريدى شامل دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن