کابل ښار ( پژواک ، ٥ زمرى ٩١): د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د اوو وسلوالو مخالفينو د وژلو او د څو قوماندانانو په ګډون د ٣٧ تنو نورو د نيولو ادعا کوي، خو د دولت وسلوال مخالفين بيا ادعا کوي، چې دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په هغه خبرپاڼه کې ، چې نن ( د زمري ٥مه ) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي ، چې دغه شمېر وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بغلان ، کندوز، کندهار، ارزوګان، پکتيکا او کابل ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې موده کې شپږ چاڼيز عمليات د ملي پوليسو لخوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې لس وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو درې ميله کلاشينکوفونه،د پيکا يو ماشيندار، ١٨ کړۍ ماينونه، ٣٥ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او درې موټر سايکلونه هم ترلاسه کړي او د وسايطو ضد ١٢ کړۍ ماينونه يې د هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړي دي.
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ملي پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو او ايساف ځواکونو تېره شپه په کندهار ، خوست او بلخ ولايتونو کې د دولت د وسلوالو مخالفينو پر ضد پنځه ګډ عمليات تر سره کړل، چې په پايله کې يې ٢٧ وسلوال مخالفين ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ددې کسانو په منځ کې يو شمېر طالب قوماندانان هم شامل دي او له هغوى څخه يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم ترلاسه شوې ده.
سرچينې د دې قوماندانانو نومونه نه دي ياد کړي او د ترلاسه شوي وسلې په اړه يې هم توضيحات نه دي ورکړي.
خو طالبان بيا ادعا کوي، چې دوى په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دهغو ولايتونو په ګډون ، چې د کورنيو چارو وزارت يې نومونه ياد کړي، په زيات شمېر ولايتونو کې بېلابېل وسلوال بريدونه ترسره کړي دي.
د طالبانو په وېب پاڼه کې د هغوى د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې ليکل شوي ، چې په دې پېښو کې لسګونه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دهغوى څو رېنجر موټر او ټانکونه ويجاړ شوي دي.
دى وايي، چې په يوه چاودنه کې، چې د ريموټ کنټرول په وسيله ترسره شوه، د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د قوماندان پاچاګل په ګډون پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
سرچينه ادعا کوي، چې دولتي ځواکونه تل عام خلک د طالبانو په نامه نيسي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن