جلال اباد ( پژواک ٧ وږى ٩١): په جلال اباد ښار کې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له لوري د ختيځو ولايتونو د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو.
د (USAID) د مرستو او بيارغونې د څانګې مدير حاجي عطارالدين د وږي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې په روان لمريز کال کې يې په جلال اباد کې د ښځو د لاسي صنايعو دغه څلورم نندارتون دى.
د هغه په وينا، دغه يو ورځنۍ نندارتون د ننګرهار، کونړ، لغمان او د نورستان ولايتونو د ٣٠ مېرمنو لاسي صنايعو ته د بازار موندنې په موخه جوړ کړ.
نوموړي زياته کړه، چې له نندارتون څخه يې موخه لاسي صنايعو ته بازار موندنه، د پېرودونکو هڅول او عامه پوهاوى دى.
عطارالدين وويل: ((اوسنى نندارتون مو جندر ته د ځواب ورکوونکې حکومتدارۍ د پروګرام له مخې پلى کړى، چې په نندارتون کې د اغوستلو جامې، ښايسته ګاڼې، ګلدانونه، له مريو اوبدل شوي توکي او نور شامل دي.))
نوموړي زياته کړه، چې تر راتلونکې مياشتې به په ختيځو ولايتونو کې ٣٠٠ تنو ته د لاسي صنايعو د بازار موندنې زده کړه ورکړل شي، چې نيمايي به يې ښځې وي.
د ده په خبره، دغه ډول نندارتونونه د ښارواليو او ښځو رياستونو په غمغږۍ جوړيږي.
يوه پېرودونکي عارف الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوه جوړه ښځينه جامې يې په ١٧ سوه افغانۍ وپېرلې، چې نوى ډيزاين و او په ښار کې نه موندل کېدې.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په بازار کې دې د نورو توکو پر ځاى د دغو بېوزلو مېرمنو په لاس جوړ شوي توکي وپېري، څو نورې هم دغه کار ته وهڅول شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې نيلوفر عزيز پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو ګنډونکو مېرمنو دغه کار ته د لا هڅونې په موخه دلته راغلې ده.
د هغې په خبره، په زرګونو داسې مېرمنې شته، چې د کورنۍ سرپرست نه لري او په خپله اولادونو ته نفقه برابروي.
نوموړې پر دولت او موسساتو غږ وکړ، چې لاسي صنايعو ته د ودې ورکولو په موخه دې پراخ پروګرامونه په کار واچوي.
شازيې، چې د نجونو او مېرمنو جامې يې د خرڅلاو په موخه اېښې وې پژواک ته وويل، چې اوس هم خپل ډېر توليدات په مارکېټونو کې پلوري.
نوموړې زياته کړه: ((لا هم عام ولس زموږ له نندارتونونو څخه نه خبريږي.))
شازيې زياته کړه، چې دولت او مدني ټولنه بايد خلکو ته د نندارتونونو په اړه معلومات ورکړي او دغه فرهنګ دود کړي، چې په نندارتونونو کې پراخ ګډون وکړي.
د يادونې ده، چې جندر ته د ځواب ورکوونکې حکومتدارۍ پروګرام د حمايوي فعاليتونو، عامه پوهاوي او د حکومتدارۍ ترڅنګ د مهارتونو لوړولو، رهبرۍ او اختلافونو ختمولو په برخه کې کار کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن