جلال اباد (پژواک ٨ تله ٩١): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي په افغانستان کې د جاپان له مرستندويه ادارې جايکا سره د ١٣،٥ ميليونه ډالرو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد هوکړه ليک د والي شېرزي او په افغانستان کې د جاپان د مرستو د نړيوالې ادارې (جايکا) د مرستيال هيديا کوباياشي ترمنځ نن له غرمې وروسته د جلال اباد په قصر کې لاسليک شو.
د هغه په وينا، د دغه هوکړه ليک له مخې به د جايکا د ديارلس نيم ميليونه ډالرو په لګښت د دغه ولايت په بهسود او سره رود ولسواليو کې د بيارغونې ٢٨ پروژې پلې شي.
عبدالزى وايي، چې په دغو پروژو کې يوولس کليوالي سړکونه، د څوارلسو ښوونځيو لپاره ودانۍ او درې کلينيکونو شامل دي.
د ننګرهار والي د هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د جاپان له هېواد او په ځانګړې توګه د جايکا له ادارې مننه وکړه، چې د افغانستان د نورو سيمو ترڅنګ يې په ننګرهار کې هم د پام وړ پروژې پلې کړې او له مخې يې د دغه ولايت د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شوى دى.
شېرزي زياته کړه، چې دغه اته ويشت پروژې د ولايتي پرمختيايي کمېټې (PDC) په مياشتنۍ ناسته کې منظورې شوې وې، چې دوى يې د کارونو د پيل په موخه هوکړه ليک لاسليک کړ.
د ننګرهار والي د دغو پروژو د پلې کېدو په موخه د جايکا له ادارې سره د هر ډول همکاريو ډاډ څرګند کړ او د پوهنې، روغتيا او کليو د پراختيا ادارو مسولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د پروژو د پلې کولو لپاره وروستي پړاوونه بشپړکړي.
د جايکا ادارې مرستيال هيديا کوباياشي، چې د ننګرهار د جايکا مسوول نيشيدا هم ورسره و، د ننګرهار له والي مننه وکړه، چې د دوى له ادارې سره يې په دغه ولايت کې د پروژو د عملي کولو په موخه مرستې کړې او ډاډ يې ورکړ، چې د نورو پروژو لپاره به هم په راتلونکي کې ورته مرستې وکړي.
د والي وياند عبدالزى وايي، چې له دغه هوکړه ليکه مخکې د يوه بل هوکړه ليک له مخې د ننګرهار والي او د جايکا ادارې د مسوولينو ترمنځ د ٤٤ پروژو هوکړه ليک هم لاسليک شوى وو، چې د ډېرو يې کار بشپړ او د پاتې کار به يې د روان عيسوي کال تر وروستۍ مياشتې پورې بشپړ شي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې جاپان او جايکا موسسې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د دوى په دغو مرستو د ګڼ شمېر ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې او دغه راز د ظرفيتونو په لوړولو کې يې هم ډېر کار کړى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن