کابل (پژواک ١٧ لړم ٩١): يو شمېر افغانان د ولسمشر په توګه د اوباما په برياليتوب خوښ، خو له هغه غواړي چې دغه ځل افغانستان ته سمه پاملرنه وکړي او نيمګړو پاتې پلانونو ته دې عملي بڼه ورکړي.
د امريکا ولسمشريزې ټاکنې، چې پرون ترسره شوې، د ډيموکراتانو کانديد ولسمشر بارک اوباما خپل سيال جمهوري غوښتونکي مېټ رامني ته ماتې ورکړه او د دويم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
اوباما په دغو ټاکنو کې د ټاکنيزو ٣٠٣ حوزو رايې او سيال يې د ٢٠٦ هغو رايې ترلاسه کړې دي.
د افغانستان د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي د امريکا د ولسمشريزو ټولټاکنو او د بارک اوباما د برياليتوب په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د کندهار اوسېدونکي د امريکا د ولسمشر په توګه د اوباما بيا بريا ښه خبر ګڼي، خو له هغه څخه د هېواد او سيمې، ترهګرۍ ضد جګړې او پاليسيو په اړه بېلابېلې غوښتنې هم لري.
د کندهار يو لوستى ځوان نويد احمد وايي، چې د اوباما بيا برياليتوب به دې ته لاره سمه کړي، چې د افغانستان په اړه خپلو پخوانيو پاليسيو ته دوام ورکړي؛ ځکه که د هغه سيال بريالى واى، نو ښايي چې د افغانستان په اړه تګلارې بدلون کړى واى او دې چارې وخت ته اړتيا درلوده.
د نوموړي په وينا، هغه په خپله لومړنۍ دوره کې له اسلامي نړۍ سره د اړيکو جوړولو هڅه کړې وه او ښايي په دويم ځل برياليتوب کې دغه ټکي ته زياته پاملرنه وکړي.
د نويد په باور، دا چې په هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړه لا هم روانه ده، د افغانانو لپاره تر ټولو مهم ټکى دا دى، چې دلته د ترهګرۍ اصلې جرړې په نښه شي او چې کله بهرنيان وځې نو تر شا يو ودان او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان پرېږدي.
د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى ټکسي چلوونکى محمد زمان هم وايي، چې د اوباما په بيا راتلو خوښ دى؛ ځکه د ده په دوره کې د امريکايانو په عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبلې کمېدو ته ډېر پام واوښت.
دى وايي، د اوباما په مشرۍ د امريکا نوې اداره بايد د پاکستان په اړه خپل دريځ سخت کړي او پر هغوى فشار راوړي، تر څو له ترهګرۍ لاس واخلي.
د ختيځ ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى حاجي بشير هم د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د اوباما ټاکل کېدل ښه ګڼي او زياتوي، چې د اوباما پاليسي داسې ده چې تر دوه زره څوارلسم کاله پورې به خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي.
هغه پژواک ته وويل: ((کله چې امريکايي ځواکونه ووتل، په افغانستان کې امن راځي؛ ځکه مشکل همدوى جوړ کړى دى.))
دى زياتوي، چې د مېټ رامني په پرتله اوباما هغه څوک دى، چې ګټه يې افغانستان ته ډېره ده.
د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي نصيب وايي، چې د افغانستان په اړه د مېټ رامني او اوباما دواړو پاليسۍ يو ډول دي.
د هغه په وينا، دواړه په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي او هر کله يې چې ګټې ختمې شوې نو خپل ځواکونه وباسي.
خو د لغمان ولايت اوسېدونکى سالم جان د اوباما په بيا ګټنې خواشينى دى، هغه وايي، چې د مېټ رامني پاليسي د افغانستان لپاره دا وه، چې ترڅو يو طالب هم په افغانستان کې وي تر هغې به امريکايي ځواکونه نه وځي او کله چې امريکايي ځواکونه موجود وي نو د هغوى مرستې به هم له افغانستان سره دوام لري.
هغه زياته کړه: ((که چېرې مېټ رامني کامياب شوى واى، نو دا به د افغانستان په ګټه وه.))
د دغه ولايت د الينګار اوسېدونکى استاد مجيب الرحمن د اوباما ټاکل کېدو ته هيله من دى، دى وايي، چې اوباما د افغانستان لپاره ډېره ښه پاليسي لري.
نوموړي زياته کړه: ((له دوه زره څوارلسم کال نه به وروسته امريکايي فوځونه ووځي، جنګ به ختم شي خو مرستې به يې زموږ سره وي.))
د شمالي ولايت بلخ اوسېدونکى حاجي سليمان وايي، چې ډيموکراتان د جمهوري غوښتونکو په پرتله سوله پال دي او له همدې امله د اوباما پر بريا خوښ دى.
هغه پژواک ته وويل: ((د اوباما ګوند سوله غواړي، خو جمهوري غوښتونکي بيا سخت دريځي دي او هر څه په جنګ ختمول غواړي.))
د لوېديځ ولايت هرات پوهنتون استاد نعمت الله سروري د اوباما پر بريا خوښ دى او هغه ته مبارکي هم ورکوي، خو زياتوي، څه ډول چې تمه کېده، اوباما په خپله لومړۍ دوره کې د افغانستان لپاره د ياد وړ کارونه ونه کړل.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوباما دې په دې دويمه دوره کې د افغانستان په اړه ټول هغه پلانونه او پروګرامونه پلي کړي چې په لومړۍ دوره کې يې ونه شو کړاى.
د هرات د مدني ټولنې يوه غړي استاد عين الدين وايي، چې د رومني په پرتله د اوباما سياست لږ نرم دى او له اوباما غواړي چې په افغانستان کې د سولې او د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې ډېر کار وکړي.
د ده په وينا، د امريکا تګلاره په دې ولاړه ده، چې تل يې جنګ ته لمن وهلې او د افغانستان اور يې هم بل ساتلى دى، خو هيله من دى چې اوباما به دغه ځل مثبته تګلاره خپله کړي.
د سوېلي ولايت هلمند د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى هلمندوال هم د اوباما پر بريا خواشينى شوى او زياتوي چې هغه په خپله تېره دوره کې د افغانانو لپاره هېڅ ونه کړل.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوباما په خپله تېره دوره کې نه يواځې د افغانستان جګړه ختمه نه کړه، بلکې په دې اړه يوه څرګنده تګلاره هم نه لري.
هلمندوال دا نيوکه وکړه، چې اوباما د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو (ايران او پاکستان) چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي، هم هېڅ ونه کړل.
د دغه ولايت يوه بل قومي مشر شمس الله صحرايي وايي، چې د امريکا ټاکنې له افغانستان سره نېغ په نېغه تړاو لري؛ ځکه چې د ده په وينا، د افغانستان مسئله اوس امريکا ته ور تر غاړي ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې که يې اوباما ګټي او که رامني، د امريکا تګلاره د افغانستان په اړه يو ډول ده او فکر نه کوي چې کوم بدلون په کې راشي.
صحرايي د رامني ملاتړ کوي او زياتوي، چې هغه د افغانستان په اړه ښه تګلاره درلوده او ويلي وو، چې له افغانستان څخه بايد بهرني پوځيان نه وتلاى.
د خوست ولايت يوه اوسېدونکي تواب غورځنګ هم د اوباما پر برياليتوب خپه شوى او زياتوي چې د امريکا خلکو په دې ټاکنه کې تېروتنه کړې ده.
هغه زياتوي، چې اوباما په خپله لومړۍ دوره کې د افغانستان په اړه خپله بودجه کمه کړه، له افغان دولت سره يې اړيکې خرابې کړې او پخوانۍ پروژې يې بندې کړې.
د خوست يو بل اوسېدونکی امرالله هلال بيا وايي: ((زه د اوباما په ټاکل کېدو خوښ يم؛ ځکه چې نوموړی د افغانستان له مسئلې سره نږدې پاتې شوی او له هرڅه خبر دى.))
د هلال په خبره، تر ټول غوره يې دا ده، چې اوباما غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه او پر ځای يې سياسي حل راوباسي.
د غزني اوسېدونکي هم د اوباما پر برياليتوب خوښ دي، د غزني ښار يوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل، اوباما چې د افغانستان په اړه کومې ژمنې کړې، هغه يې پوره کړې دي.
د هغه په وينا، د امريکا جمهوري غوښتونکى ګوند ډېر سخت دريځه دى او که هغوى ګټلې واى، د افغانستان جګړه نوره هم اوږدېده.
هغه د اوباما د دې لاسته راوړنې يادونه هم کوي، چې اسامه بن لادن يې وواژه او د القاعدې ډله يې کمزورې کړه.
د غزني ښار يو بل اوسېدونکی جمعه خان هم وايي، چې د اوباما په واکمنۍ کې امريکا له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي.
ده وويل: ((که چېرې رامني ګټلې واى، نو افغانستان به له ډېرو ننګونو سره مخ شوى و.))
په کندوز کې د مدني ټولنو يوه غړي زلمي قادري وويل، چې د اوباما پر بريا خوښ دى، خو له هغه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره پر حکومت فشار واچوي.
د دغه ولايت د پوهنتون استاد عبدالبشير د افغانستان لپاره د اوباما بريا مهمه بولي او زياتوي چې هغه د افغانستان د سياسي او نظامي مسايلو په اړه ښه اشنايي لري.
نوموړي زياته کړه: ((اوباما جنګ نه غواړي، هغه هڅه کوي، چې له ډيپلوماتيکي او سياسي لارو دا ستونزه هواره کړي. ))
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن