کابل ( پژواک ٢٩ غويى ٩٢) : اروپايي ټولنه له ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنې ،بشري حقونو او بيارغونې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
نن د غويي په ٢٩مه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويګاس اتسچشن د هرات له والي داوود شاه صبا سره په ګډ خبري کنفرانس کې دغه خبره وکړه.
د اروپايي ټولنې استازي وويل ،دوى په يوه غږ له افغانستان سره د مرستو ژمنه تازه کوي او اروپايي ټولنه به په افغانستان کې خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکوي.
ده زياته کړه،چې افغانستان د مسووليتونو د اخيستلو په پړاو کى دى،د ميرمنو حقونه پلي شوي،سيمه ييز بنسټونه جوړ شوي ، د خلکو اقتصاد پياوړى شوى ،امنيتي ځواکونه مسلکي شوي،چې په دې برخو کې به اروپايي ټولنه نورې مرستې هم وکړي.
په دغه سفر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې په ځانګړي استازي سربېره،په کابل کې د ٢٧ اروپايي هيوادونو له منځه د ٢١ هغو سفيران،د اروپايي ټولنې دپوليسو ماموريت مشر او د ترکيې سفير هم ملګري وو.
د اروپايي ټولنې پلاوي،د هرات له سيمه ييزو چارواکو او د نړيوالو ځواکونو له عمومي قوماندان سره هم وکتل او هم يې د سوداګرۍ سکتور او مدني ټولنو له استازو سره خبرې وکړې.
هرات والي د اروپايي ټولنې د استازو سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، پلاوي ورسره ژمنه وکړه،چې په هرات کې به د پانګونې لپاره بهرني سوداګر وهڅوي.
افغان سوداګر او د فولادو د کمپنۍ مشر عصمت الله وردګ هم د اروپايي ټولنې د پلاوي سفر ګټور بولي او زياتوي ،چې د بهرنيانو له لوري پانګونه به د ټول هيواد اقتصاد په پښو ودروي او افغانستان ته به د نړيوالو پاملرنه نوره هم زياته شي.
شرف الدين ستانکزى