ميمنه (پژواک ١٥وږى٩٢): په فارياب کې د ګاز ډبو د چاودنو په دوو بېلابېلو پېښو کې يو ماشوم مړ شوى او څلور کسان ټپيان شوي دي .
د ګاز ډبې لومړۍ چاودنه د فارياب د مرکز ميمنې ښار د ګذر تنورک سيمې په يوه کور کې شوې ده .
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي وحيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګاونډي په کور کې يې دغه چاودنه نن رامنځته شوه او له امله يې يو څلور مياشتنى ماشوم په زانګو کې د اور لمبو ايره کړى دى .
هغه وويل، چې د دې کور ډېر وسايل هم سوځېدلي ، خو په پېښه نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا ددې ولايت د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي،چې نن د ميمنې-هرات پر لويه لاره هم د سړک جوړونې د يوه شرکت د ساتونکو په اشپزخانه کې د ګاز ډبه چاودلې ده .
صديقي وايي ،چې په دې پېښه کې اشپز، د اشپز مرستيال او دوه نور کارکوونکي ټپيان شوي دي.
دده په خبره،په دې اشپرخامه کې لومړى د ګاز يوه ډبه د هوا د ګرم والي له امله چاودلې او وروسته ورسره نږدې درېيو نورو ډبو هم اور اخستى او چاودېدلي دي .
د ميمنې د افغان-ترک روغتون د بېړنۍ برخې د څانګې موظف ډاکټر بابر شاه انتظار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټپيانو له ډلې د دوو تنو حالت د اندښنې وړ دى .
د پېښې يوه ټپي محمد عارف ،چې د اشپز مرستيال دى، پژواک ته وويل ، چې که څه هم تر چاودنې وروسته له کوټې څخه په بېړه ووتل ،خو د اور لمبو ټپيان کړل .
شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم د فارياب پوهنتون په ليليه کې د ګاز د دوو ډبو په چاودنه کې ١٨ محصلين ټپيان شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن