پل علم( پژواک، ١٨ لړم ٩٢): د لوګر اوسېدونکي او د ټاکنو دکمېسيون چارواکي وايي، چې په څلورو ولسواليو کې خلک د رايې ورکولو کارت اخيستلو ته لاسرسى نه لري.
په لوګر کې د ټاکنو سيمه ييز دفتر مشر نعمت الله وردګ وايي، چې تر دې مهاله په لوګر کې ٢٢ زره تنو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، چې ٥٠٠٠ يې مېرمنې دي.
نوموړى زياتوي، په دې ولايت کې اته مرکزونه فعال دي، خو د بره کي برک،څرخ،خروار او ازرې ولسواليو اوسېدونکي د مرکزونو د لريوالي له امله کارت اخيستلو ته لاسرسى نه لري.
وردګ وايي، د ازرې، خروار ، څرخ او بره کې برک په ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله خلک نه شي کولاى د ولسواليو مرکز ته د کارت اخيستلو لپاره ورشي.
هغه زياته کړه، په مرکز پل علم، محمداغې او خوشي ولسواليو کې يې ګرځنده مرکزونه هم پرانېستي، چې خلک وکړاى شي په اسانه د رايې ورکولو کارتونه واخلي.
هغه زياته کړه، تر ټولو مهم د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوى دى، خو له بده مرغه په ناامنه او ډيرو نورو سيمو کې خلک د ټاکنو په ګټو او ارزښت نه پوهيږي.
د څرخ ولسوالۍ اوسيدونکى عبدالحبيب وايي، چې د ده په څېر ډىرى کسان د کارتونو د وېش له مرکزه نه دي خبر او نه يې په اړه معلومات لري.
هغه وايي، د ټاکنو په ارزښت پوهيږي او زړه يې غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، خو په دې نه دى خبر، چې کارت چېرته واخلي.
د بره کي برک ولسوالۍ د سجاونډ اوسېدونکى رحيم الله هم وايي، چې د کارتونو د وېش تر پيل مخکې بايد خلکو ته معلومات ورکول شوي واى، خو دوى يې په اړه هيڅ معلومات نه لري.
نوموړى زياتوي، سيمه يې ډير نفوس لري، خو د مرکز د لريوالي او نا امنۍ له امله خلک نه شي کولاى کارت واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د خروار يو اوسېدونکى محمد ګل هم وايي، له کلي د ولسوالۍ تر مرکزه يو ساعت لاره ده ، چې د موټر ١٥٠ افغانۍ کرايه کيږي، له دې امله نشى کولاى ډيرى خلک د کارت اخيستلو مرکز ته ورشي.
د لوګر د ډيرى سيمو خلک غواړي، چې دوى ته دې نږدې سيمو کې د رايې ورکولو دکارتونو مرکزونه جوړ شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن