ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ ولايتونو اوسېدونکو په ټاکنيزو مبارزو کې پراخ ګډون درلود

د ختيځ ولايتونو اوسېدونکو په ټاکنيزو مبارزو کې پراخ ګډون درلود

author avatar
3 Apr 2014 - 13:35
د ختيځ ولايتونو اوسېدونکو په ټاکنيزو مبارزو کې پراخ ګډون درلود
author avatar
3 Apr 2014 - 13:35

جلال اباد-اسعداباد-مهترلام (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د ختيځو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي، د ولايتي شورا کانديدان او چارواکي وايي، چې په دې سيمه کې ټاکنيز کمپاينونه د امنيت په فضا کې او د خلکو په ډېرې لېوالتيا سره ترسره شول.

دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پرون د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزو ټاکنو چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري ١٦مه) ترسره شي، ټاکنيزې مبارزې پاى ته ورسېدې.

د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال په دغو ولايتونو کې کومه لويه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې او د خلکو لېوالتيا هم ډېره وه.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنيزو کمپاينونو دوه مياشتنۍ مبارزه په برياليتوب سره پاى ته ورسېده او په دغه ولايت کې د کوم کانديد او ټاکنيز ټېم پر وړاندې جدي امنيتي ګواښ رامنځته نه شو.

ده زياته کړه، چې امنيتي ارګانونو په ننګرهار کې د ټاکنيزو کمپاينونو امنيت په بشپړ ډول خوندي کړى و او هم يې په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل ، چې وسله والو ته په کې ګڼه مرګ ژوبله واوښته او هم يې يو شمېر پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.

مشرقيوال وويل: ((په ننګرهار کې د ټولو امنيتي ارګانونو په ګډې همکارۍ په دغه ولايت کې کمپاينونه په ډاډمن امنيت سره ترسره شول او موږ له دې وروسته هم ژمن يو.))

دى وايي ، چې د ښه امنيت له امله په ننګرهار کې له ټاکنو سره د خلکو لېوالتيا هم زياته وه او په ټاکنو کې به په پراخه کچه ونډه واخلي.

د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى سيف الدين ستورى وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ولايتي شورا ګڼ شمېر کانديدانو کمپاينيزې غونډې کړي، خو تر دې مهاله يې هېڅ کومه امنيتي پېښه پر وړاندې نه ده رامنځته شوې.

هغه زياته کړه: ((په اول سر کې خو ټول خلک وارخطاء وو، چې ګډوډي به جوړېږي، خو امنيتي ځواکونو بېخي ټينګ امنيت نيولى و.) )

دى وايي، چې که  حالات همداسې وي، نو په ننګرهار کې به ګڼ شمېر خلک په ټاکنو کې ونډه واخلي او هڅه به وکړي ، چې د خپلې خوښې  کانديد ته پرته له کوم فشار څخه رايه ورکړي.

د دغه ولايت د سره رود اوسيدونکې اسيا وايي، چې په دې ولسوالۍ کې ګڼو ښځو په ټاکنيزو غونډو کې برخه اخيستې او په ډاډ سره ويلى شي ، چې د دوى په ولسوالۍ کې به ګڼې ښځې هم په ټاکنو کې ونډه واخلي.

هغې زياته کړه: ((پخوا ښځې غونډو ته نه تلې، ځکه وېرېدې چې کومه پېښه رامنځته نه شي، خو وروسته چې پر امنيتي ځواکونو ډاډه شول نو ګڼ شمېر ښځو ګډون کاوه.))

نوموړې پر امنيتي ادارو غږ وکړ، چې د ټاکنو د ورځې امنيت دې هم د ټاکنيزو کمپاينونو په څېر ونيسي، تر څو کوم مشکل راولاړ نه شي.

د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاين دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د غونډو پر وړاندې هم کوم امنيتي ګواښ نه و موجود او ټولو امنيتي ادارو په پراخه کچه همکاري کړې او امنيت يې راوستى و.

هغه زياته کړه: ((موږ په لومړيو کې فکر کاوه، چې سترې غونډې به ونه شي، ځکه امنيتي ستونزې ډېرې دي ، خو امنيتي ځواکونو په پوره ډاډ سره زموږ د غونډو امنيت وساته.))

همداراز د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار او د هغه د کمپاين غړى لعل پاچا ازمون هم خوښي ښيي او زياتوي چې د دوى د تمې خلاف په ختيځه سيمه کې يې ټاکنيز کمپاين په ښه توګه ترسره شو.

دى وايي، که څه هم يو شمېر کړيو غوښتل چې امنيت خراب کړي ، خو امنيتي ځواکونو په پوره مېړانې د هغوى مخه نيولې او ټاکنيزو کمپاينونو ته يې اجازه ورکړې ده.

ده زياته کړه: ((کمپاين په ډېر باامنه فضاء کې ترسره شو، موږ هيله من يو چې ټاکنې هم ښې ترسره شي.))

بلخوا د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مسوول ډاکټر اختر محمداجمل پژواک اژانس ته وويل ، چې رښتيا هم د ټاکنيزو مبارزو په لړ کې کومه د ناامنۍ ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.

دى وايي، چې امنيتي ارګانونو تر خپل وسه هڅه کړې او د ناامنۍ مخه يې نيولې ده.

نوموړي وويل: ((موږ فکر کاوه چې ناامني به رامنځته شي او دا ډار راسره و، چې خلک به کارتونه ترلاسه نه کړي، خو هر څه يواځې د وسله والو تبليغات وو.))

د لغمان ولايت امنيه قوماندان محمدداوود امين هم وايي، چې په دغه ولايت کې ټاکنيز کمپاينونه په ښه توګه ترسره شول.

هغه پژواک ته وويل، چې د تېرو دوو مياشتو پر مهال په دغه ولايت کې ګڼ شمېر غونډې ترسره شوې، خو د امنيتي ځواکونو د کلکو امنيتي تدابيرو له امله کومه ستونزه رامنځته نه شوه.

د دغه ولايت د مرکز مهترلام اړوند د عمرزيو يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک اژانس ته وويل ، چې د پخوا په پرتله په ټاکنيزو کمپاينونو کې د خلکو ګډون ډېر و.

د نوموړي په وينا، چې که څه هم دغه ولايت ته د ولسمشرۍ کانديدان رانغلل ، خو په ملاتړ يې ګڼ شمېر غونډې وشوې او زرګونو تنو په کې برخه واخيسته.

د لغمان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون اداري مدير نوراحمد نور پژواک ته وويل، چې دوى ولسواليو ته اړين توکي لېږدولي او له کومې امنيتي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د کونړ ولايت خلک هم وايي، چې ټاکنيزې مبارزې په ښه توګه ترسره شوې او خلکو په کې پراخ ګډون وکړ.

د دغه ولايت يوه قومي مشر سيد رحمن پژواک ته وويل، چې د ټاکنيزو مبارزو غونډې نه يواځې په مرکز، بلکې په ولسواليو کې هم جوړې شوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.