مهترلام (پژواک،١٢ غويى٩٣): د لغمان په مرکز مهترلام کې د ټرافيک پوليسو په رنجر موټر کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله د درېيو ښځو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په نهو بجو د مهترلام ښار په عصمت چوک کې رامنځته شوه.
دى وايي، چاودنه په داسې وخت کې رامنځته شوه چې د ټرافيک پوليسو يې موټر په ياده سيمه کې درولى و، خو پوليس په کې نه وو.
ځواک د دې چاودنې د ټپيانو شمېر ١٢ تنه وښود ، خو د لغمان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عطاء الله وايي چې دې روغتون ته د يادې چاودنې ١٨ ټپيان وروړل شوي ، چې درې يې ښځې دي.
هغه وويل ، چې ياد شوي کسان برسېرن ټپيان شوي دي.
تر اوسه چا ددې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن