کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو په درشل کې له ملي اردو وغوښتل، چې په ټاکنو کې خپله بې پلوي وساتي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه موضوع نن پنجشنبه په يوه ويډيويي کنفرانس کې د دفاع وزارت له چارواکو او د ملي اردو له ارشدو افسرانو سره مطرح کړه.
حامد کرزي د ملي اردو سرتېرو ته لارښوونه کړې، چې په ټاکنو کې په پوره توګه بې پلوي وساتي.
د دولت رييس په دغې ويډيويي اړيکه کې د ملي دفاع وزارت، لوی درستيز او د قول اردوګانو، فرقو او د ملي اردو د لواګانو د قوماندانانو، چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په ټاکنو کې د امنيت په ټينګېدو کې يې برخه اخيستې، ستاينه کړې ده.
هغه ويلي: “اوس چې زموږ هېواد د جمهوري رياست د انتخاباتو د دويم پړاو په درشل او د خپل تاريخ په حساسو شېبو کې دی، زما توقع دا ده، چې د موثرو امنيتي اقداماتو په نيولو سره، ګرانو هېوادوالو ته په انتخاباتو کې د برخې اخيستنې لپاره غوره زمينه برابره کړئ او په انتخاباتو کې په پوره توګه بې پلوي وساتئ.”
ده د غبرګولي د ٢٤مې ورځې د اهميت په اړه زياته کړې، را روانې ټاکنې د افغانستان لپاره يوه ډېره مهمه او تاريخي پېښه ده، د افغانستان د راتلونکې سوکالي او ثبات ور پورې اړه لري او د دغه هېواد د راتلونکې نېکمرغۍ په لور يو مهم او ارزښتمن ګام بلل کېږي.
ولسمشر همداراز ټينګار کړى، هر يو نوماند چې بريالی شو، د دغه هېواد بچی دی، موږ او تاسې به يې ملاتړ کوو او تاييدوو به يې.
خبرپاڼه کاږي، ولسمشر کرزي د افغان سرتېرو د سرښندنې او قربانۍ د ستاينې ترڅنګ په ټينګار ويلي، چې د امنيتي ځواکونو منسوبين د هېواد په سياسي مسايلو کې، له هغې جملې څخه په ټاکنو کې بې پلوه و اوسي او د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د سرچينې په خبره، په دغې ويډيويي اړيکه کې د وسله وال پوځ لوی درستيز د ولسمشر د ۴۰مې ګڼې فرمان د پلي کولو لپاره د امنيتي ځواکونو د منسوبينو له خوا ډاډ ورکړ.
دوى ويلي، په ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوي او په انتخاباتو کې به د خلکو د پراخ ګډون لپاره د ډاډمنو امنيتي شرايطو په برابرولو کې خپلې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې نه سپموي.
ټاکل شوې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ٢٤مه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو ترسره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن