فراه (پژواک ٨ وږى ٩٣): ناپېژاندو وسله والو په فراه ولايت کې يوولس کارګران وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رضا يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار په پشت کوه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د پشت کوه ولسوال عبدالرحيم ويلي، چې دغه کارګران هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو له لوري په نښه شوي، چې نن سهار د شيخ ابو نصر فراهي بندر ته د کار لپاره روان وو.
د شيخ ابو نصر فراهي بندر د ايران له پولې سره په نږدې سيمه کې پروت دى.
حيدري زياته کړه، دغه پېښه نن سهار ٧ بجې د يادې ولسوالۍ په پل پشته سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، ټول کارګران د يادې ولسوالۍ د رباط کلي اوسېدونکي وو او د کار موندلو په موخه به هر سهار د شيخ ابو نصر فراهي بندر ته تلل، چې نن سهار د ناپېژاندو وسله والو له لوري په نښه شوي دي.
هغه وويل، چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي وضعيت په اړه معلومات نه لري.
د پشت کوه ولسوال که څه هم دغه کار په وسله والو طالبانو پورې وتاړه، خو طالبانو بيا تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د محمد امين په نوم د دې پېښې يوه ټپي، چې د فراه په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دى، پژواک ته وويل، چې هغه سره له نورو ١٥ نورو کارګرانو د سراچه موټر او موټرسايکلونو په واسطه د شيخ ابونصر فراهي بندر لور ته روان وو، چې د لارې په اوږدو کې ناپېژاندو وسله والو، چې په دوو موټرو کې سپاره وو، پر دوى ډزې وکړې.
نوموړى چې په پښه ټپي دى، وايي چې هغوى هره ورځ د کار پيدا کولو لپاره ياد بندر ته تلل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن