کابل ( پژواک ۴ تله ۹۳ ): د ملګرو ملتونو سرمنشي نيکولاس هيسم افغانستان لپاره خپل نوى ځانګړى استازى ټاکلى دى.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما لخوا د تلې په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هيسم د ټاکل کېدو اعلان پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون وياند په نيويارک کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړ.
سرچينې زياته کړې، نيکولاس هيسم چې د سويلي افريقا اوسېدونکى دى، دا مهال افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازى د يوه مرستيال په توګه له ۲۰۱۲ کال راهيسې دنده ترسره کوي.
د بانکي مون وياند په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبري کنفرانس ته وويل، نوموړي به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د اوسني ځانګړي استازي يان کوبيش ځاي ناستي وي، څوک چې د ملګرو ملتونو سرمنشي،د يوناما د مشر په توګه له هغه څخه منندوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، هيسم قانون پوه دى، د ديمکراتيکې حکومتدارۍ،اساسي قانون او ټاکنيز ريفورم، روغې جوړې او سولې په پروسه کې نړيواله کاري تجربه لري.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستيال په توګه له اوسني دندې مخکې نوموړي په ملګرو ملتونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په اجرايي دفتر کې د سياسي، سوله ساتنې او بشردوستانه چارو رياستونه او په عراق کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي په دفتر کې د اساسي قانون د ملاتړ رياست شامل دي.
د هغه پخوانۍ دندې د سويلي افريقا په حکومت کې وه چېرته چې نوموړى د دغه هېواد د ولسمشر نيلسن منديلا په دفتر کې د حقوقي او اساسي قانون د ملاتړ د برخې سلاکار وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن