غزني ښار (پژواک ۹ کب ۹۳): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د ولسوالۍ مخې ته په دې ولسوالۍ کې د جومات او قران شريف د نسخو د سوځولو په غبرګون کې لاريون وکړ.
وړمه شپه د غزني اندړو ولسوالۍ د صالحانو په يوه جومات کې د قران کريم ١٨ نسخې د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شوې، خو ځايي چارواکي وايي چې دغه کار وسله والو طالبانو ترسره کړى دى، خو طالبان دا تورونه ردوي.
د اندړو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د کب په ٩مه، د ولسوالۍ مخې ته د يادې پېښې په غبرګون کې لاريون وکړ او دغه کار يې په کلکه وغنداه.
د خوشحال په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي او د لاريون ګډونوال وويل، چې ديني مقدساتو او په ځانګړې توګه د خداى جل جلاله کتاب قران کريم ته سپکاوى، دوى ته د منلو وړ نه دى.
هغه زياته کړه، چې دولت بايد په دې کار کې ککړ کسان پيدا او سخته سزا ورکړي.
د اندړو ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي مولوي محمد ابراهيم بيا وويل، چې دغه کار وسله والو طالبانو ترسره کړى دى، هغوى جومات ته اور اچولى او ١٨ نسخې قران کريمونه يې سوځولي دي.
دى وايي: ((دا کار وسله والو طالبانو کړی، دا کار د پاکستان د غلامانو دى.))
د ابراهيم په وينا، هر هغه څوک چې قران شريف ته سپکاوی کوي، هغه له اسلام څخه وتلی، بايد په عام محضر کې اعدام شي.
د صالحانو د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل، چې ناپېژاندو وسله والو د جومات فرشونه راټول کړي، تېل يې پرې اچولي او بيا يې اور ورته کړى دى.
د لاريون کوونکو شمېره چې ٢٥٠٠ تنو ته رسېده، مرګ پر پاکستان، مرګ پر امريکا او مرګ د اسلام پر دښمنانو شعارونه ورکول؛ دوى له حکومت څخه په ياده پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کوله.
د غزني د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار انجنير لطف الله کامران وايي، دا کار وسله والوطالبانو کړی دى.
هغه زياته کړه: ((طالبانو ويلي، ځکه يې دا کار کړى، چې ياد جومات ته فرشونه سيمه ييزو پوليسو اخيستي وو.))
د نوموړي په وينا، دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان په اندړو ولسوالۍ کې د قران کريم نسخې سوځوي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعاوې په کلکه ردوي او وايي، دا جومات خپله د سيمې خلکو سوځولى دى.
د هغه په وينا، د سيمې د دوو قومونو ترمنځ د ياد جومات پر سر شخړه روانه ده، دا چې دوى سره جوړ شوي نه دي، نو جومات يې سوځولى دى.
دى وايي، طالبان به ډېر ژر دغه کسان ونيسي او سزا به ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP