کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرېس پېژندل شوو غړو د افغانستان د پر ځان بسيانې، سولې او ډيموکراسۍ په برخو کې د ولسمشر اشرف غني تګلاره او څرګندونو وستايلې.
ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د امريکا د کانګرېس په ګډې ناستې ته وينا وکړه او په تېرو ١٤ کلونو کې يې له افغانستان د امريکا د خلکو او دولت له ملاتړ او مرستو مننه وکړه.
د امريکا د استازو جرګې مشر جان بونير وويل: “موږ نن د ولسمشر اشرف غني د وينا وياړ درلود، په ځانګړي ډول د امريکا زړورو سرتېرو ته د هغه درناوى، چې په افغانستان کې يې خدمت او قربانۍ ورکړې دي. ټوله وينا يې د يوه مشر د ځانګړې حکومتولۍ څرګندويه وه، چې له دې وړاندې يې هم ځان د سيمه ييزې سولې او امنيت لپاره د باور وړ شخصيت ثابت کړى دى.”
جان بونير زياته کړه، د متحدو ايالاتونو د کانګرېس غړو له ولسمشر غني سره په ناسته کې د هغو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره چې د ګډو هڅو په پايله کې ترلاسه شوې، ژمنه کړې او ويلي يې دي چې د دوى ماموريت به په برياپاى ته ورسېږي.
نوموړي په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر په اړه زياته کړه: ” موږ د ولسمشر اوباما په وينا کې بيا کتنې ته انتظار يو، څو له مخې يې د افغان شريکانو او په افغانستان کې زموږ د قوماندانانو اړتياوې پوره کړي.”
د کانګرېس د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر ايډ رويس وويل، د کانګرېس ګډې ناستې ته د ولسمشر غني وينا د افغانستان او امريکا تر منځ د تلپاتې او پياوړې اړيکې څرګندويه ده. “که څه هم په مخ کې سخت ګواښونه لرو، خو موږ له دې خوښ شو چې د پرمختګ په اړه مو له ولسمشر غني څخه غوره مفکورې واورېدې.”
ايد رويس زياته کړه، ولسمشر غني د افغانستان پر پرمختګ او ځان بساينې باندې ټينګار وکړ او دا کار په سيمه کې ثبات ټينګولى شي، چې زموږ ټولو يوه موخه ده.
رويس وويل: “موږ د سوله ييز افغانستان لپاره د اشرف غني له نظر څخه ملاتړ ته انتظار باسو، څو افغانان په وياړ او له سولې ډک ژوند وکړي. په تېرو ١٤ کلونو کې د افغانانو او امريکايانو قربانۍ ډېرې لويې وې، خو لا هم لاسته نه دې راغلې.”
د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرېس يوه بل غړي ډانا رورا باکر وويل، دا چې نن مې د خپل ملګري اشرف غني د وينا پر مهال په کانګرېس کې حضور درلود، د خوښۍ احساس کوم. د رورا باکر په وينا، دغه بيانيه د کابل او واشنګټن تر منځ په اړيکو کې د يوې نوې ورځې پيل و.
نوموړي زياته کړه: “له يوې دورې وروسته چې عبث تېره شوه او په هغې کې واشنګټن د حامد کرزي له نه منندوى او فاسد حکومت څخه د تېروتنې په ډول ملاتړ وکړ، نه شواى کېداى چې غني ته له دې بل ښه احساس ورکړو.”
ولسمشر اشرف غني د خپلې وينا پر مهال د امريکا د کانګرېس د غړو له لوري ډېر وهڅول شو او د هغه يې ډېره ستاينه وکړه.
رورا باکر وويل، غني ژمن دى چې افغانستان د هغه په مشرۍ د ډيموکراسۍ، د ښځو د حقونو او ښوونې په برخو کې يو ځاى ټولې ژمنې ترسره کړي.
سناتور کرس مورفي، د افغانستان د امنيت او ثبات په برخو کې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له ګډو هڅو ستاينه وکړه.
مورفي زياته کړه: “زما په باور موږ په راتلونکي کې د ډېرې حساب ورکونې غوښتنې ته اړتيا لرو. دا د دې لپاره دى چې موږ د متحده ايالاتو په همکاريو کې نوې پرمختګونو او اقتصادي مرستو ته په پام سره ځانګړو پايلو او لاسته راوړنو لپاره د اصلاحاتو په برخه کې مهمه پايله وي. زه پر ځان باندې د بسيا افغانستان په اړه د ولسمشر له څرګندونو هرکلى کوم.”
سناتور ليندسي ګراهام، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو له ماموريت څخه د يادولو ترڅنګ وويل چې ولسمشر اشرف غني د زړه له کومي د امريکايانو له قربانيو مننه وکړه.
ګراهام وويل چې زه د فساد د له منځه وړو او په افغانستان کې د يوه اغېزمن بنسټ د اېښودو په اړه د ولسمشر غني له هڅو ستاينه کوم. غني يو ټکنوکراټ او ژور فکر لرونکى مشر دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن