کلات (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د پوهنې وزارت او د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د څلورو تړلو ښوونځيو په فعالېدو سره يې د نورو تړلو ښوونځيو د فعالولو لړۍ پيل کړې ده.
د زابل د پوهنې رياست چارواکو څه موده مخکې ويلي وو چې په دغه ولايت کې تر نيمايي ډېر ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړلي او د بېرته خلاصېدو لپاره يې له قومي مشرانو سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.
د دوى په وينا، د زابل له ۲۳۸ ښوونځيو ۱۴۶ يې تړلي او ۹۲ يې پرانيستي دي.
بلخوا د پوهنې وزارت وايي چې په زابل ولايت کې يې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو لړۍ پيل کړې او په دې برخه کې يې په روانه اوونۍ کې څلور ښوونځي بېرته فعال کړي دي.
د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بند ښوونځي د زابل ولايت په شهر صفا او شينکۍ ولسواليو کې پرانيستل شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا ښوونځي د ځينو لاملونو له امله له څه مودې راهيسې تړلي وو چې د سيمې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.
د حقمل په وينا، په دغو ښوونځيو کې د شينکۍ ولسوالۍ د شينکۍ، چونې او سپېدار لومړني ښوونځي او د شهر صفا ولسوالۍ د داود شاه لومړنی ښوونځی شامل دي.
دى وايي، د يادو ښوونځيو له پرانيستې سره څه باندې ۳۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شوه.
هغه زياتوي چې دوى د زابل ولايت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره په ګډه هلې ځلې کوي څو په دغه ولايت کې بند نور ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
د پوهنې وزارت وياند وايي چې دغه راز د ياد ولايت په مرکز او شاه جوی ولسوالۍ کې څلور ښوونځي نوي تاسيس شوي دي.
د حقمل په وينا، د دغو ښوونځيو جوړېدل د هغو سلګونو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې چې د لارې د لرې والي له امله تر دې مهاله له ښوونځيو بې برخې پاتې وو.
دى وايي چې د حضرت عثمان (رض)، حضرت عبدالله بن عباس (رض) او حضرت حمزه (رض) په نومونو درې لومړني ښوونځي د زابل په مرکز کلات او د ډاکټر امين په نوم لومړنی ښوونځی د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې نوي جوړېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن