منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالولو لړۍ پيل شوې ده

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

کلات (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د پوهنې وزارت او د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د څلورو تړلو ښوونځيو په فعالېدو سره يې  د نورو تړلو ښوونځيو د فعالولو لړۍ پيل کړې ده.

د زابل د پوهنې رياست چارواکو څه موده مخکې ويلي وو چې په دغه ولايت کې تر نيمايي ډېر ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړلي او د بېرته خلاصېدو لپاره يې له قومي مشرانو سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.

د دوى په وينا، د زابل له ۲۳۸ ښوونځيو ۱۴۶ يې تړلي او ۹۲ يې پرانيستي دي.

بلخوا د پوهنې وزارت وايي چې په زابل ولايت کې يې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو لړۍ پيل کړې او په دې برخه کې يې په روانه اوونۍ کې څلور ښوونځي بېرته فعال کړي دي.

د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بند ښوونځي د زابل ولايت په شهر صفا او شينکۍ ولسواليو کې پرانيستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا ښوونځي د ځينو لاملونو له امله له څه مودې راهيسې تړلي وو چې د سيمې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته  بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

د حقمل په وينا، په دغو ښوونځيو کې د شينکۍ ولسوالۍ د شينکۍ، چونې او سپېدار لومړني ښوونځي او د شهر صفا ولسوالۍ د داود شاه لومړنی ښوونځی شامل دي.

دى وايي، د يادو ښوونځيو له پرانيستې سره څه باندې ۳۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شوه.

هغه زياتوي چې دوى د زابل ولايت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره په ګډه هلې ځلې کوي څو په دغه ولايت کې بند نور ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د پوهنې وزارت وياند وايي چې دغه راز د ياد ولايت په مرکز او شاه جوی ولسوالۍ کې څلور ښوونځي نوي تاسيس شوي دي.

د حقمل په وينا، د دغو ښوونځيو جوړېدل د هغو سلګونو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې چې د لارې د لرې والي له امله تر دې مهاله له ښوونځيو بې برخې پاتې وو.

دى وايي چې د حضرت عثمان (رض)، حضرت عبدالله بن عباس (رض) او حضرت حمزه (رض) په نومونو درې لومړني ښوونځي د زابل په مرکز کلات او د ډاکټر امين په نوم لومړنی ښوونځی د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ ‎کې نوي جوړېږي.

هغه زياتوي، د دغو ښوونځيو له جوړېدو سره د سيمې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو اسانتياوې برابرې شوې دي.

حقمل وايي: ((د پوهنې وزارت وياړي چې د هېواد په ټولو سيمو کې د متوازنې ښوونې او روزنې د اسانتياوو د برابرولو لپاره يو په بل پسې خپلې ژمنې پوره کوي او په دې لاره کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.))

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د ښوونيز نظام په پياوړتيا او پراختيا کې هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کړي.

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين هم وايي چې په دې وروستيو کې د ولايت په مرکز کلات، شينکۍ او ځينو نورو سيمو کې يو شمېر بند ښوونځي پرانيستل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ښوونځي د پوهنې رياست په هلو ځلو او د سيمې د قومي مشرانو او مخورو په مرسته او همکارۍ پرانيستل شوي دي.

د لودين په وينا، دا مهال د دغه ولايت له شاوخوا ٢٤٥  ښوونځيو ١٤٠ يې تړلي او نږدې ١٠٠ نور پرانيستي دي.

د پوهنې رييس وايي چې د دوى رياست د کتابونو، قرطاسيې، څوکيو، ښوونکو او د ښوونځيو لپاره نور اړين توکي په واک کې لري او يواځي ناامني ده چې د دوى د کارونو مخه يې نيولې ده.

لودين همدارنګه زياته کړه چې په لرې پرتو ولسواليو کې د ستونزو له کبله دوى د ښوونځيو سمه څارنه نه شي کولى او په دې برخه کې بايد ورسره سيمه ييز مشران مرسته وکړي، تر څو د پوهنې لپاره ځانګړي شوي امکانات ضايع نه شي.

هغه زياته کړه چې دوى په تېر کال کې يو شمېر ښوونځي بېرته فعاله کړي، څوکۍ، مېزونه او کتابونه يې ورکړل خو څه موده وروسته له هغې سيمې بېرته شکايتونه راغلي چې د پوهنې وسايل بې ځايه مصرفېږي.

د پوهنې رييس ټينګار وکړ چې که سيمه ييز مشران او ديني عالمان ورسره همکاري ونه کړي نو ستونزې به پر ځای پاتې وي او لسګونه زره زده کوونکي به له زده کړو محروم وي.

رحيم الله لودين وايي چې د تړلو ښوونځيو تر څنګ، د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالي، د پوره مسلکي ښوونکو لږوالي، د پرمختللو تدريسي وسايلو کمښت او د ولس نه همکاري نورې هغه ستونزې دي چې ښوونيز بهير يې ټکنی کړی دی.

خو ده زياته کړه چې اوس د ښوونيز کال له پيلېدو سره سم دوى په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د ښوونځيو د پرانيستلو او د پوهنيز بهير د فعال ساتلو لپاره هلې ځلې ډېرې کړې دي.

د زابل يوه قومي مشر مجيدخان پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو مسووليت د علماو او قومي مشرانو پر غاړه دى.

هغه پر ديني علماو تور پورې کړ چې د وېرې له امله يې تر اوسه د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو په کار کې مرسته نه ده کړې او ورته په کار ده چې په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

مجيد خان وايي، که د ماشومانو پر مخ ښوونځي بند وي، نو دا په دې معنا چې يو بل نسل به هم په جګړه کې ښکېل وي؛ ځکه بې تعليمه کسان بې له دې چې وسله پورته کړي بله چاره نه لري. 

د زابل يو ديني عالم مولوي عبدالولي وايي چې د ښوونځيو د بندېدو مسووليت د قومي مشرانو او علماوو دى.

هغه زياتوي، اوس ټول پر دې قانع دي چې ښوونځيو ته اړتيا شته خو دا چې علما او قومي مشران يې د بېرته پرانيستلو لپاره ګام نه اوچتوي دا د دوى مسووليت دی.

د تړلو ښوونځيو د ستونزې تر څنګ د زابل د پوهنې بهير له يو شمېر نورو ننګونو سره هم مخ دى .

د کلات ښار اړوند د سينک لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى منيراحمد وايي چې په ښوونځي کې يې لابراتوار نشته او علمي زده کړې يې له صفر سره برابرې دي.

نوموړى وايي چې د ديارلسو کلونو په تېرېدو سره بيا هم يوه مرکزي لېسه دومره امکانات نه لري چې خپل اړين درسونه په عملي توګه زده کوونکو ته وښيي چې دا د مرکزي دولت نه پاملرنه ثابتوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه