لښکرګاه (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې نهه پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوې توطيې په ترڅ کې تېره شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې نهه تنه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.
نوموړي د يادې توطيې په اړه څه ونه ويل، خو وايي، چې طالبانو د پوليسو يوه پوسته نيولې وه او وسلې يې هم وړې دي.
د هلمند ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسوول بشيراحمد شاکر بيا وايي، چې وسله والو طالبانو د موسى کلا پر دوو پوستو بريدونه کړي او ١٥ پوليس يې وژلي دي.
هغه زياته کړه: ((طالبانو په درېيو ټانکونو چې پخوا يې له پوليسو نيولي وو، د پوليسو دوو پوستو ته ورغلي او هغوى ته يې ويلي، چې دوى د قوماندان رازق کسان دي، بيا يې په يوه پوسته کې ١٤ او په بله کې يې يو پوليس وژلى دى.))
بلخوا وسله والو طالبانو ويلي، چې نن سهار د موسى کلا ولسوالۍ د لنډۍ ناوې په سيمه کې يې د پوليسو پر پوستې بريد کړى، ٩ پوليس يې وژلي او د هغوى وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
د يادونې ده، پرون او وړمه ورځ هم د دغه ولايت په دوو پېښو کې ١٢ پوليس د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن