ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرپاو: د افغانستان او پاکستان  حالاتو کې به مثبت پرمختګ رامنځته شي

شېرپاو: د افغانستان او پاکستان حالاتو کې به مثبت پرمختګ رامنځته شي

author avatar
25 Aug 2015 - 11:37
شېرپاو: د افغانستان او پاکستان  حالاتو کې به مثبت پرمختګ رامنځته شي
author avatar
25 Aug 2015 - 11:37

اسلام اباد (پژواک، ٣ وږى ٩٤): د کوزې پښتونخوا وتلي سياستوال او د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمدخان شېرپاو وړاندوينه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او پاکستان په حالاتو کې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

شېرپاو چې د پاکستان د خلکو (پېپل) ګوند پخوانى غړى هم دى، اوس د جمهوري وطن په نوم د يوه ګوند مشري کوي او د پاکستان په ملي شورا کې غړيتوب هم لري.

نوموړي يادې څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د ځوانانو د ګډ کنفرانس په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

نوموړي وويل چې د دواړو هېوادونو سوله پر يوه بل پورې تړلې ده او بايد په ګډه ورته کار وشي .
هغه زياته کړه: ((افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه دي،دواړه له ترهګرۍ څخه ځوريږي او بايد په ګډه يې مخه ونيسي.))

د شېرپاو په وينا، د سخت دريځۍ او ترهګرۍ مخنيوی سيمې ته سوله راولي او سوله هغه څه ده چې ټول ورته اړتيا لري.

د وطن ګوند مشر وويل چې ترهګري سرحد نه لري، هر چېرې خلک په نښه کوي.

ده زياته کړه: ((پر ما هم څلور ځلې ځانمرګي بريدونه شوي، خو ترې روغ وتلى يم.))

افتاب شېرپاو چې اوس مهال د افغان او پاکستان د پارلماني جرګه ګۍ مشري هم کوي وايي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو خرابې اړيکې بېرته ورغوي.

د هغه په خبره، اوس پاکستان په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق هڅې پرېيښي، د افغانستان خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري او د ولسمشر اشرف غني په راتګ سره د دواړو هېوادونو اړيکې هم ښې شوې دي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې اوس حالات کوم لور ته تلونکي دي، وويل: ((حالات سم لور ته روان دي، هيلې زياتې شوې او د دواړو هېوادونو خلک به ژر ښه خبرونه واوري.))
د افغانستان د ځوانانو اته کسيز پلاوی له تېرو څلورو ورځو راهيسې په پاکستان کې و او د دغه هېواد له ځوانانو سره په ګډه هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ اړيکې پياوړې کړي او بې باورۍ له منځه يوسي.

دغه ګډ کنفرانس پرون ناوخته پاى ته رسېدلى دى. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.