کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر ما نتيتسکي سره وليدل.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن ( د وږي په ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ليدنه کې چې په کابل کې تر سره شوه، د نوو امنيتي ګواښونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هوادونو د اړيکو او د افغانستان په اقتصادي وده کې د روسيې پر رول خبرې وشوې.
اتمر په يادو شوو برخو کې د سيمې هېوادونو پر ګډو هڅو او همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغان ولسمشر اشرف غني په شانګهاى کنفرانس کې خپل نظريات د سيمې هېوادونو مشرانو ته په ډاګه کړي دي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار زياته کړه چې روسيه په افغنستان کې د پراختيايي او بنسټزو پروژو په عملي کولو کې کافي تجربه لري او افغانستان د روسيې د دا ډول فعاليتونو او رول د تر سره کولو غوښتونکى دى.
سرچينې زياته کړې چې په کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي وويل، هېواد يې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د افغانستان د اندونو او غوښتنو سره هوکړه لري او په دې برخه کې د سيمې د هېوادونو ګډې هڅې مهمې بولي. د روسيې سفير وويل، هېواد يې د افغانستان له خلکو او دولت سره دوه اړخيزه همکاريو ته دوام ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن