واشنګټن (پژواک، ۱۶ کب ۹۴): امريکا وسله والو طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي او که نه نو ځان دې د امريکايي او افغان ځواکونو مقابلې ته چمتو کړي.
امريکا دغه ګواښ وروسته له هغه وکړ، چې وسله والو طالبانو پرون د امريکا، افغانستان، پاکستان او چين په نوښت د سولې د پيل شويو هڅو په پايله کې د مخامخ خبرو کې د نه ګډون اعلان وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو پر دغه اعلان توند غبرګون ښودلی دی.
د دې هېواد د بهرنيو چاو وزارت مطبوعاتي دفتر د کب په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبان دوه انتخابه لري، يا دې د سولې خبرو ته راشي او يا دې ځان جګړې ته برابر کړي.
سرچينې ز ياته کړې، طالبان خپل افغانان او هېوادوال وژني او خپل هېواد تباه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، که چېرې وسله وال طالبان جګړه انتخاب کړي، نو دوی به له افغان او امريکايي ځواکونو سره مخامخ شي.
سرچينه کاږي، د امريکا متحده ايالات د جګړې ختمولو، ملي پخلاينې او د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني د هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي هم له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي او مخامخ خبرو ته راضي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن