ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار خلک د پوهنې برخه کې له نامتوازن پرمختګ څخه شکايت کوي

د تخار خلک د پوهنې برخه کې له نامتوازن پرمختګ څخه شکايت کوي

author avatar
23 Nov 2016 - 14:49
د تخار خلک د پوهنې برخه کې له نامتوازن پرمختګ څخه شکايت کوي
author avatar
23 Nov 2016 - 14:49

تالقان (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د تخار ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پوهنې په برخه کې شوى کار نامتوازن دى او له همدې امله یې ستونزې لا پسې ډېرې شوې دي.

 نمک اب، هزارسموچ، اشکمش، رستاق، چاه اب او درقد د تخار هغه ولسوالۍ دي چې له ۲۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې ښوونځیو ته یې ودانۍ جوړې شوې دي؛ خو ورسج، فرخار، چال، خواجه غار، بنګي، ینګي کلا، دشت کلا، خواجه بهاالدین او بهارک د دغه ولایت هغه ولسوالۍ دي چې په ترتیب سره له  څخه ٤٠ ترسل سلنه پورې یې ستونزې هوارې شوې دي.

د دې ولايت اوسېدونکي یې لامل له ځینو ولسوالیو سره د حکومتي چارواکو، زورواکو، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د خلکو د استازو توپیري چلند بولي.

د نمک اب ولسوالۍ د شورا مشر حبیب الرحمن وايي: ((په ملي شورا او ولایتي شوراکې استازو له موږ سره توپیري چلند کړی، موسسې یې نه دي پرېښې چې دلته پروژې پلې کړي، خپلو سیمو ته یې وړې دي، سیاسي رقابتونه دي، د حزب او طالب په نامه له خلکو څخه امتیاز اخیستل شوى دى، که څه هم نمک اب امنه ولسوالۍ ده؛ خو ۹ سلنه وګړي یې په حزب ګوند پورې تړلي دي.))

د يادې ولسوالۍ د پوهنې امر تاج الدین وايي ، دغه ولسوالۍ ۱۵ ښوونځي لري چې تر اوسه ۳ ښوونځیو ته یې ودانۍ جوړې شوې دي او په پاتې ښوونځیو کې یې زده کونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

نوموړی د پورته ستونزو د منلو ترڅنګ د سړک خرابوالی یوه بله ستونزه بولي چې په خبره یې موسسو ورته زړه نه دى ښه کړي چې پروژې په کې پلې کړي.

خو د فرخار ولسوالۍ د ناهید شهید د نجونو د لېسې سرښوونکی شیر افغان بیا د مسلکي ښوونکو نشتوالی د ولسوالۍ د پوهنې ترټولو لویه ستونزه بولي .

هغه پژواک اژانس ته وويل :((موږ د ساینسي علومو په برخه کې په کافي اندازه ښوونکي لرو، خو په نورو برخو کې هیڅ نه لرو، همدغه ښوونکي نورو برخو کې هم تدریس کوي، موږ ۱۲ د پښتو مضمون  او ۱۲ انګليسي ژبې ښوونکو ته اړتیا لرو، هغه کسان په دغو برخو کې ګومارل شوي چې خپله په پښتو بلکل نه پوهېږي.))

دی وايي په فرخار کې جوړ شوي د ښوونکو د روزنې مرکز په تېرو پنځو کلونو کې په ساینسي برخه کې ښوونکي روزلي او ټول ښوونکي په همدې يوه برخه فارغ شوي دي.

د یاد ښوونځي د نهم ټولګي یوه زده کوونکې نګینه وايي چې د مسلکي ښوونکو نشتوالي په دوی باندې منفي اغېزې کړي، دوی په ښه توګه زده کړه نه شي کولی او په کانکور کې فارغین نه شي کولی چې پوښتنې ځواب  کړي.

 نوموړې وايي:((زموږ هر کتاب شاوخوا ۳ سوه مخونه لري، یو شمېر ښوونکي مو مسلکي نه دي، له څلوېښتو مخونو نه ډېر تدریس کولی نه شي، په هماغه مضمون کې زده کوونکي وروسته پاتې کېږي، نو موږ څنګه پرمختګ وکړو؟ د واسطې له مخې یې دندې تر لاسه کړي، زموږ په برخلیک لوبې کوي.))

د پوهنې ریاست د احصايې امر عبدالوکیل ساحل بیا د پوهنې په برخه کې د مسلکي ښوونکو په ځای د دینی عالمانو ګومارل هم یوه بله ستونزه بولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.