منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تخار خلک د پوهنې برخه کې له نامتوازن پرمختګ څخه شکايت کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

تالقان (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د تخار ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پوهنې په برخه کې شوى کار نامتوازن دى او له همدې امله یې ستونزې لا پسې ډېرې شوې دي.

 نمک اب، هزارسموچ، اشکمش، رستاق، چاه اب او درقد د تخار هغه ولسوالۍ دي چې له ۲۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې ښوونځیو ته یې ودانۍ جوړې شوې دي؛ خو ورسج، فرخار، چال، خواجه غار، بنګي، ینګي کلا، دشت کلا، خواجه بهاالدین او بهارک د دغه ولایت هغه ولسوالۍ دي چې په ترتیب سره له  څخه ٤٠ ترسل سلنه پورې یې ستونزې هوارې شوې دي.

د دې ولايت اوسېدونکي یې لامل له ځینو ولسوالیو سره د حکومتي چارواکو، زورواکو، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د خلکو د استازو توپیري چلند بولي.

د نمک اب ولسوالۍ د شورا مشر حبیب الرحمن وايي: ((په ملي شورا او ولایتي شوراکې استازو له موږ سره توپیري چلند کړی، موسسې یې نه دي پرېښې چې دلته پروژې پلې کړي، خپلو سیمو ته یې وړې دي، سیاسي رقابتونه دي، د حزب او طالب په نامه له خلکو څخه امتیاز اخیستل شوى دى، که څه هم نمک اب امنه ولسوالۍ ده؛ خو ۹ سلنه وګړي یې په حزب ګوند پورې تړلي دي.))

د يادې ولسوالۍ د پوهنې امر تاج الدین وايي ، دغه ولسوالۍ ۱۵ ښوونځي لري چې تر اوسه ۳ ښوونځیو ته یې ودانۍ جوړې شوې دي او په پاتې ښوونځیو کې یې زده کونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

نوموړی د پورته ستونزو د منلو ترڅنګ د سړک خرابوالی یوه بله ستونزه بولي چې په خبره یې موسسو ورته زړه نه دى ښه کړي چې پروژې په کې پلې کړي.

خو د فرخار ولسوالۍ د ناهید شهید د نجونو د لېسې سرښوونکی شیر افغان بیا د مسلکي ښوونکو نشتوالی د ولسوالۍ د پوهنې ترټولو لویه ستونزه بولي .

هغه پژواک اژانس ته وويل :((موږ د ساینسي علومو په برخه کې په کافي اندازه ښوونکي لرو، خو په نورو برخو کې هیڅ نه لرو، همدغه ښوونکي نورو برخو کې هم تدریس کوي، موږ ۱۲ د پښتو مضمون  او ۱۲ انګليسي ژبې ښوونکو ته اړتیا لرو، هغه کسان په دغو برخو کې ګومارل شوي چې خپله په پښتو بلکل نه پوهېږي.))

دی وايي په فرخار کې جوړ شوي د ښوونکو د روزنې مرکز په تېرو پنځو کلونو کې په ساینسي برخه کې ښوونکي روزلي او ټول ښوونکي په همدې يوه برخه فارغ شوي دي.

د یاد ښوونځي د نهم ټولګي یوه زده کوونکې نګینه وايي چې د مسلکي ښوونکو نشتوالي په دوی باندې منفي اغېزې کړي، دوی په ښه توګه زده کړه نه شي کولی او په کانکور کې فارغین نه شي کولی چې پوښتنې ځواب  کړي.

 نوموړې وايي:((زموږ هر کتاب شاوخوا ۳ سوه مخونه لري، یو شمېر ښوونکي مو مسلکي نه دي، له څلوېښتو مخونو نه ډېر تدریس کولی نه شي، په هماغه مضمون کې زده کوونکي وروسته پاتې کېږي، نو موږ څنګه پرمختګ وکړو؟ د واسطې له مخې یې دندې تر لاسه کړي، زموږ په برخلیک لوبې کوي.))

د پوهنې ریاست د احصايې امر عبدالوکیل ساحل بیا د پوهنې په برخه کې د مسلکي ښوونکو په ځای د دینی عالمانو ګومارل هم یوه بله ستونزه بولي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((پنځه زره دیني عالمان چې په پاکستان کې يې دیني زده کړې کړي، د پوهنې وزارت له لوري یې د دوولسم او څوارلسم اسناد تر لاسه کړي ، زيارتره يې د تخار د پوهنې په بېلابېلو برخو کې په ندو ګومارل شوي دي، د دغه ولایت د ډېر شمېر ولسوالیو د پوهنې امرین هم له همدغو کسانو څخه دي او ډېر شمېر یې ښوونکي دي.))

د تالقانو د ملاعبدالودود شهید د ښوونځي یو زده کونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي په دې اړه داسې وايي: ((یو ملا زموږ ښوونکی دی، سره له دې د دیني علومو په برخه کې ښوونکي لرو، خو دی د ساینسي علوم تدریس لپاره ګومارل شوی خو ټول کال موږ ته تجوید، قران کریم، تفسیر، فقه او نور اسلامي کتابونه تدریس کوي او په ازموینه کې بیا له اصلي مضمون څخه پوښتنې جوړوي او خوشې نومرې راکوي، زموږ ټولګيوال ورسره خوشحاله دي.))

په تالقانو ښار کې د مدني ټولنې غړی عرفان بزرګر د پوهنې په برخه کې د شویو پرمختګونو او ستونزو سره سره، په ښوونځیو کې د کتابتونونو او مجهزو لابراتوارونو نشتوالی هم له مهمو ستونزو څخه بولي. نوموړی وايي د پوهنې له پروژو هم سمه څارنه نه کېږي، په خبره یې چې په دې برخه کې شوى کار له ښه کیفیته برخمن نه دى.

دی وايي: ((پوهنې ریاست د خپل پرمختګ لپاره ښه او منظم پلان نه لري چې موسسو ته یې ورکړي ، خو په اړمنو سیمو کې يې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي او د ښوونکو د روزنې مرکزونه د اړتیا له مخې مسلکي ښوونکي  روزي او خپلسري په کې ډېره ده.))

د تخار د پوهنې سرپرست رییس سیدعنایت الله نوید پورته ذکر شوې ستونزې مني، خو زیاتوي چې په تېرو لسو کلونو کې موسسو په خپله خوښه پروژې پلې کړي او د پوهنې ریاست پرمختیايي پلان ته یې هېڅ پام نه دی کړي.

دی وايي: ((موسسو هغو ولسوالیو کې کار کړی چې امنيت يې خوندي دى ، د کار زمینه په کې برابره وه، چې مرکز ته نږدې ولوسالي وه، ساختماني مواد په کې ارزانه و، وکیلان له هرو سیمو چې رایې یې تر لاسه کړې دي هڅه یې کړې هماغو خلکو ته خدمت وکړي، پروژه په کې پلې کړي، هغه پروژې چې د پوهنې ریاست له لوري پلې شوې دي په کې انډول ته پام شوی، خو موسسو زموږ انکشافي پلان نه دی عملی کړی.))

د پوهنې ریاست د ديني چارو امر کریم الله لطفي چې د پوهنې ۱۴ کلن بهیر ارزوي،  وايي:((په ولسوالیو کې چې د ښوونکو د روزنې څانګې جوړې شوې دي، دا ستونزه یې را ولاړه کړې چې د ولسوالۍ په کچه ټول ښوونکي په یوه برخه کې مسلکي زده کړې وکړي.))

نوموړی داهم مني چې د مسلکي ښوونکو پر ځای دیني عالمان په دندو ګومارل شوي دي، خو په دې برخه کې د یو لړ ستونزو خبره هم کوي.

هغه زياته کړه: ((دوی په ښوونځیو کې استخدام شوي کله کله د اسلامي مضامینو پر ځای د کیميا، فزیک، جغرافیه او نور مضامین هم تدریسوي، لامل یې دادی چې په ښوونځیو کې د دیني علومو ښوونکي ډېر استخدام شوي، دغه ستونزه عامه ده په نورو برخو کې هم دغسې ستونزې شته.))

لطفي په دغه اداره کې د فساد شتون په اړه اندېښمن دی او وايي چې تر اوسه يې په دې برخه کې کوم اسناد نه دي تر لاسه کړي.

نوموړى زیاتوي: ((موږ ته هم داسې خبرونه راځي، په بهر کې هم انګازې شته، د دوولسم ټولکي سند جوړولو او د بستونو خرڅولو خبره نه شم ردولای، دا کارونه په ډېر مهارت سره تر سره کېږي، خو په لټه کې یې یو چې مخنيوى يې وکړو.))

د ښوونځيو د ودانیو د جوړېدو په برخه کې نامتوازن پرمختګ، د مسلکي ښوونکو نشتوالی، په یوه برخه کې د ښوونکو مسلکي زده کړه، د کتابونو او سمبالو لابراتوارونو نشتوالی، د پوهنې په برخه کې د زورواکو لاسوهنه، توکمیز چلند، د بستونو خرڅلاو او اخلاقي فساد د پوهنې په برخه کې هغه ستونزې دي چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې له لوري د ميلیونونو ډالرو له لګښت وروسته بیاهم ترې څرګنده پایله نه ده ترلاسه شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه